دجامعې ایټمی موافقې پرساتنې دجرمنی،روسیې اوفرانسې دمشرانو ټینګار
اروپائی اتحادئې او د اروپا ټرائیکایعنی جرمنی ،انګلستان او فرانسې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا له غیر قانونی وتلو وروسته ژمنه کړې،د ایران داقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه پخپل ځای ساتی. دغو هیوادونو د امریکا د اقدام په وړاندې له سیاسی او لفظی دریدا سره سره ، تر دې دمه ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د ورکړل شوو ژمنو د عملی کولو لپاره هیڅ اقدامات نه دی کړی .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ، پر جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ډیرې نیوکې کړی او وروستی ځل ئې دا ،دامریکا لپاره یوه ترټولو بده موافقه بللې ده . ټرمپ بلاخره د تیر کال دمئ په اتمه نیټه په یواړخیز ډول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو د و اشنګټن د ژمنتیاؤ په خلاف ورزۍ سره خپل هیواد له دغې نړیوالې ایټمی موافقې وویست او ایټمی بندیزونه ئې هم بیرته ولګول . د ټرمپ دغه اقدام دنړۍ په تیره بیا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د لاسلیک کونکو د نورو لورو له سختو نیوکو سره مخامخ شو .
اروپائی اتحادئې او د اروپا ټرائیکایعنی جرمنی ،انګلستان او فرانسې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا له غیر قانونی وتلو وروسته ژمنه کړې،د ایران داقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه پخپل ځای ساتی. دغو هیوادونو د امریکا د اقدام په وړاندې له سیاسی او لفظی دریدا سره سره ، تر دې دمه ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د ورکړل شوو ژمنو د عملی کولو لپاره هیڅ اقدامات نه دی کړی .
دغې موضوع په ځان پسې د تهران عملی غبرګون او سختې نیوکې درلودلی دی . ایران د اروپایانو د خپلو ژمنو په عملی کولو کې د هغوی د بې پروائۍ په غبرګون کې ، د ۲۰۱۹کال د مئ په اتمه نیټه دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په استناد ددغې موافقې په چوکاټ کې دخپلو ژمنو دسوئې د کمولو خبر ورکړ . دایران اسلامی جمهوریت په دغې اعلامیې کې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې نورو هیوادونو ته شپیته ورځې مهلت ورکړ ، څو د خپلو ژمنو په بانکی اوتیلی حوزو کې دخپلو ژمنو داجرا لپاره اقدام وکړی .
که څه هم اروپائی لورو د ایران په دغه اقدام نیوکې وکړې ، خو روسیه د ایران . دغه غبرګون د جامَعې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې ګڼی .
د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې د روسیې استازی میخائیل اولیانوف وئیلی دی ، دایران اقدام له جامعې ایټمی موافقې وتل نه دی او ایران ددغې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزی نه ده کړې .
اروپایان پخپله هم ښه خبر دی چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب دایران سټراټژیک صبر خپل آخر او نهایت ته رسیدلی او که د اینسټکس په نامې سره له ایران سره د مالی ځانګړی چینل د اجرا پشمول ددغې ډیرې مهمې موافقې دساتلو لپاره زر ترزره اساسی اقدام ونه کړی ، نو ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د بقاء د دوام لپاره هیڅ هیله نشی کیدلی .