عربستان ، بحرین او امارات دفلسطین پرضد دی
-
دامریکا د پیړۍ د معاملې دپلان پراساس قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورسپارل کیږی او فلسطینی کډوال به خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا حق ونلری .
زمونږخبریال وایی د مینځنی ختیځ د چارو کارپیژاند حسن هانی زاده نن په یوې(۱) مرکې کښې وویل سعودی عربستان ، بحرین او متحده عربی امارات له اسرائیلو رژیم سره په مالی ، پوځی ، امنیتی او استخباراتی مرستې کوشش کوی چې دفلسطین ایډیل څنډې ته شی .
حسن هانی زاده د پیړۍ د معاملې د پلان د اجرایی کیدا لپاره د امریکا او دسیمې د ځینو عربو هیوادونو د وروستۍ دسیسې په هکله وویل د پیړۍ دمعاملې د پلان د لومړی(۱) پړاو په لړ کښې ټاکل شوی ده دروان میلادی کال په جون میاشت کښې د عربو هیوادونو او داسرائیلو رژیم په ګډون سره په بحرین کښې اقتصادی غونډه جوړه شی چې دغه کار له زیاتو مخالفتونو سره مخامخ شوی دی .
هغه دایران پرضد دامریکا بایکاټونه او پوځی ګواښونه د پیړۍ د معاملې د اجرایی کولو په لړ کښې وبلل او ډاګینه یې کړه که چیرې ټرمپ ، بنیامین نتانیاهو او محمد بن سلمان وغواړی د پیړۍ دمعاملې پلان عملیاتی کړی په نیواکی فلسطین کښې به سخت جنګ رامینځته شی چې بایلونکی به یې د اسرائیلو رژیم وی .
دامریکا د پیړۍ د معاملې دپلان پراساس قدس شریف صهیونیسټ رژیم ته ورسپارل کیږی او فلسطینی کډوال به خپل هیواد ته د بیرته ستنیدا حق ونلری .