د دوو اړخيزو ملګرتياو په پياوړتيا د ايران او تاجېکستان تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82549-د_دوو_اړخيزو_ملګرتياو_په_پياوړتيا_د_ايران_او_تاجېکستان_تاکيد
د ايراناو تاجېکستان خارجه وزيرانو په سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې دواړو هېوادونو د ملګرتياو په پياوړتيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2019 09:57 Asia/Kabul
  • د دوو اړخيزو ملګرتياو په پياوړتيا د ايران او تاجېکستان تاکيد

د ايراناو تاجېکستان خارجه وزيرانو په سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې دواړو هېوادونو د ملګرتياو په پياوړتيا تاکيد وکړ.

نن په تهران کښې د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف او د تاجېکستان د خارجه وزير سراج الدين مهرالدين په کتنه کښې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د سياسي او سټراټيجکو تعلقاتو اهميت ته په اشارې سره د سياسي ، پارلېماني، د دوستۍ د ډلو په تېره د اوبو ، انرجۍ او ټرانسپورټ په برخو کښې د تعلقاتو او ملګرتياو د پراختيا او ژورتيا او د سياسي او کنسولي صلاح مشورو د کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د يونېسکو په شمول د دوو اړخيزو او نړيوالو کلتوري ملګرتياو پراختيا او له تندلاريتوب او ترهه ګرۍ سره مقابله د ظرفي او مهرالدين د خبرو اترو ځينې نورې موضوع ګانې وې.

د تاجېکستان خارجه وزير چې پرون تهران ته په سفر راغے د ايران د انرجۍ له وزير رضا اردکانيان سره هم خبرې اترې وکړې.