د ایران د غبرګولی د ۱۲ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی د ټرمپ حکومت له اوباما حکومت سره هیڅ توپیر نلری .
اطلاعات
خپلواکه اسلامی هیوادونو د مکې د غونډې په ایرانی ضد بیانیې غبرګون وښوده .
د اسلامی ایران ولسمشر روحانی وویل ایران په سیمه کی د شیانو د ټرانزیټ تر ټولو امنه لاره ده .ورځپاڼه په د ې هکله لیکی چی ډاکټر حسن روحاني په تهران کښې د تاجېکستان د خارجه وزير سراج الدين مهرالدين په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې ايران تل د تاجېکستان د پوره ثبات او امنيت ، ترقۍ ، پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمېنخ د تعلقاتو او ملګرتيا د مضبوطيه غوښتوکے دے واضحه کړه ، تهران چمتو دے چې د فني او انجنيئرۍ د خدماتو په وړاندې کولو او د تجرباتو د په منتقلولو سره د تاجېکستان د پروژو په اجرا کښې لا زيات مشارکت ولري.
هغه همدارنګ د دې په بيانولو سره چې نن سيمه له خاصو حالاتو او له ترهه ګرۍ او بهرنيو مداخلتونو سره مخامخه ده وويل، نن ترهه ګري له سوريې او عراق څخه وتلې او د مرکزي اېشيا او قفقاز په سيمه کښې يې شتون اندېښنه رامنځته کړې ده نو ځکه ايران او تاجېکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې پخه لار کښې خپلې ملکرتياوې له مخکښې نه لا زياتولې شي.
سراج الدين مهرالدين هم په دغه کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې په سيمه کښې له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره په مبارزه کښې د ايران سياست زيات مثبت اثرات لرلي دي زياته کړه، د تهران او دوشنبې د تعلقاتو او ملګرتياو پراختيا زيات اهميت لري.
د حضرت امام خمینی رح د ارتحال د کلیزې دستورې د رهبرۍ د ستر مقام په ویناو سره ترسره کیږی .
د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر ا... وویل ټرمپ دې باید پوهه شی چی ایران پرضد جنګ به درست مینځنی ختیځ د اور په لمبو کې وسوزوی .
جمهوری اسلامی
د اسلامی ایران ولسمشر وویل د تهران او دوشنبې اړیکی باید له تاریخی او کلتوری اشتراګاتو سره غږمله له مخکې پراخې شی .
د فلسطین د حماس غورځنګ یوه غړی په ډاګه کړه چی یهودیان مدینې ته په ستنیدا پسې دی .
ټرمپ د انګلستان د لومړی وزارت لپاره د بوریس جانسون له کاندیدا ملاتړ وکړ .
د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن وایی امریکا له اروپایی اتحادیې د انګلستان د وتلو غوښتونکې دې .
د ايران د واليبال ملي ټيم په چين کښې د ۲۰۱۹ کال د ملتونو په ليګ کښې په خپله دويمه لوبه کښې کوربا ټيم ته مقتدرانه ماتې ورکړه.
د ترکيې خارجه وزارت په يوې بيانيه کښې په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو دوام وغندۀ او له فلسطيني ولس څخه يې په ملاتړ ټینګار وکړ .
کیهان
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی د ټرمپ حکومت له اوباما حکومت سره هیڅ توپیر نلری .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... ویلی دی د مکې د غونډې ماهیت د انصار ا... د حملو د بندولو لپاره د ملک سلمان التماس وو .
د یمنیانو د قدس په نړیواله ورځ په عظیم لاریون کی د امریکا ، اسراییلو او عربستان پرضد شعارونه ورکړل .
جنرال باقری وایی د ایران وسله وال ځواک به دملی امنیت په ساتنه کې یوه شیبه هم ځنډ ونکړی . د ایران د وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال محمد باقری د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د ارتحال د کلیزې د رارسیدا په درشل کی په یوه پیغام کې زیاته کړه د ایران دفاعی اقتدار او سیمه ایز نفوذ د امام خمینی رح او درهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای د مکتب د ژوندی والی نتیجه ده . جنرال باقری جوته کړه د ایران سیمه ایز اقتدار او د سټراټیجیکی ژورتیا پراختیا سبب شوی ده چی نن د اسیا په لویدیځ کې هیڅ مسله د ایران له ګډونه پرته نه اواریږی .
دایران د وسله وال ځواک لوی درستیز زیاته کړه د اسلامی مقاومت جبهې بڼه غوره کولو د صیهونیسټ غاصب او نیواکګر رژیم له ټولو لویدیځو او ځینو عربی هیوادونو له ملاتړ سره سره له بل هر وخت زیات په امنیتی ویره کې ښکیل کړی دی .
جنرال باقری د دې خبرې په کولو سره چی د ایران ملت د هیواد د دفاعی توان له زیاتولو معمولی شانته شاتګ هم نه کوی ټینګار وکړ د ایران خلک به د دښمن هر ډول ګواښ د انقلاب د بریاو د پراختیا لپاره په طلایی فرصت بدل کړی .
د غبرګولی ۱۴ نیټه چی د ۲۰۱۹ میلادی کال د جون له ۴ نیټې سره برابره ده ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح د رحلت ۳۱ کلیزه ده چی په همدې مناسبت به د رهبرۍ ستر مقام د حضرت امام خمینی رح په سپیڅلی حرم کی وینا وکړی .
جوان
د رهبرۍ ستر مقام د کازرون د جمعې امام په شهادت تسلیت وړاندی کړ .
وال سټریټ ژورنال لیکلی دی چی د امریکا متحدان هم د لار د څنګته کولو غوښتونکی دی .
په دې وروستیو کی مهاتیر محمد هم ویلی دی د ډالر پر ځای د بل ارز په کارولو سره د ډالر سلطه باید ختمه شی .
د لبنان دحزب ا... عمومی منشی وایی د ایران پرضد جنګ یعنی په سیمه کی د امریکایی عسکرو تباهی .
د امریکې ویرجینیا ایالت کښې په وسله وال برید کښې ۱۲ تنه ووژل شول .
جوان ورځپاڼه په دې ارتباط زیاتوی چی د ویرجینیا بیچ د پولیسو مشر جېمز سرورا په دې اړه وویل چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې بریدګر د ښاروالۍ د عمومي خدماتو ودانۍ ته ننوت او د موجودو کسان په لور یې ډزې وکړې.
په ډزو کې د یوه پولیس په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي دي.