له امریکې سره د ایران د خبرواترو هیڅ امکان نشته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82584-له_امریکې_سره_د_ایران_د_خبرواترو_هیڅ_امکان_نشته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د تهران او واشنګټن ترمینځ د مذاکرې هیڅ احتمال او امکان نشته.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jun 03, 2019 07:48 Asia/Kabul
  • له امریکې سره د ایران د خبرواترو هیڅ امکان نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د تهران او واشنګټن ترمینځ د مذاکرې هیڅ احتمال او امکان نشته.

 د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د امریکې د ای، بي، سي نیوز چینل له اینکرې مارتا راډاټز سره په مرکه کښې زیاته کړه: له امریکې سره خبرې اترې په حقیقت کښې په ایران باندې د دباؤ د بهیر دوام دی.

ظریف د ایران خلاف د امریکې بندیزونه (اقتصادي ترهګري) وبلله او ویې ویل: د امریکې بندیزونو د ایران ملکي وګړي په نښه کړي دي ځکه سره له دې چې خوراکي شیان او درمل له بندیزونو معاف شوي دي خو بیا هم په هغو پورې اړوند مالي ټرانزیکشنز له بایکاټونو معاف نه دي.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: که د امریکې د ولسمشر هدف د ایران په عامه خلکو دباؤ اچول وي نو په پریکنده توګه دې هدف ته رسیدلی دی خو ډونلډ ټرمپ به د ایران په خلکو باندې د دباؤ له لارې خپلو سیاسي اهدافو ته ونه رسیږي.

د ویلو ده چې ډونلډ ټرمپ د تیر کال د مۍ په اتمه نیټه په یواړخیزه توګه امریکا له ایټمي موافقې وباسله او د دغه هیواد د خزانې وزارت هم د ایران خلاف بندیزونه بیرته ولګول.

د امریکې ولسمشر په عین حال کښې د یوې نوې موافقې په هکله له ایران سره د خبرواترو غوښتونکی دی.