دامنیت شورا لټیو او چپتیاؤ صهونیسټ رژیم لاسپین سترګی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i8266-دامنیت_شورا_لټیو_او_چپتیاؤ_صهونیسټ_رژیم_لاسپین_سترګی_کړی_دی
په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی استاذی او سفیر غلام حسین دهقانی دناپیلی غورځنګ له خوا په امنیت شورا کې په وینا کې دغزې دغیر انسانی کلابندۍ دوام ، پر عامو خلکو دحملو او دښارګوټو دجړولو دسیاست د دوام په څیر په نیواکی فلسطین کې دصهونیسټ رژیم دجنایتونو دبې شمیره غیر انسانی اقداماتو دلیسټ په وړاندې کو لو سره داسرائیلو درژیم دنیواکګرۍ په واړاند ې له فلسطینی ولس سره په پیوستون کې دناپیّلی غورځنګ پر دریځونو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2016 09:39 Asia/Kabul
  • دامنیت شورا لټیو او چپتیاؤ  صهونیسټ رژیم لاسپین سترګی کړی دی

په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی استاذی او سفیر غلام حسین دهقانی دناپیلی غورځنګ له خوا په امنیت شورا کې په وینا کې دغزې دغیر انسانی کلابندۍ دوام ، پر عامو خلکو دحملو او دښارګوټو دجړولو دسیاست د دوام په څیر په نیواکی فلسطین کې دصهونیسټ رژیم دجنایتونو دبې شمیره غیر انسانی اقداماتو دلیسټ په وړاندې کو لو سره داسرائیلو درژیم دنیواکګرۍ په واړاند ې له فلسطینی ولس سره په پیوستون کې دناپیّلی غورځنګ پر دریځونو ټینګار وکړ .

ز مونږخبریال راپورراکړ دهقانی په دې خبرې کولو سره چې امنیت شورا ښودلې ده، په نیواکی ټاټوبو کې دبحران په حل کولو کې بې وسه ده او صهونیسټ رژیم له هرډو ل سزاکیدو څخه له ویریدو پرته خپلو پر اختیا غواړ و سیاستونو ته دوام ورکوی ، روښآنه کړه ، هغه سیاستونه او جنایتونه چې دټولو نړیوالو قوانینو اواصولو په ښکاره خلاف ورزۍ سره په تیره بیا دجینوا دڅلورم کنونش بانې په سترګو پټولو سره هماغه راز له تیرو شپږو میاشتو راهسې روان دی ، دنړیوالې ټولنې له خوا محکوم کیږی .

په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر او د دایمی استاذی مرستیال ویلی دی ، دناپیّلی غورځنګ له نظره ، لازمه ده چې ددغه رژیم نیو اکګرۍ او ظلمونه چې دفلسطینی ولس دډیرو کړاؤنو لامل او په مینځنی ختیځ سیمې کې د ډیرو شخړو او بې ثباتیو ریښه ده پای ته ورسول شی .