اروپائی اتحادیه او جرمنی د ایټمی موافقې ساتل غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82713-اروپائی_اتحادیه_او_جرمنی_د_ایټمی_موافقې_ساتل_غواړی
د اروپائی اتحادئې هیوادونه په داسې حال کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو نغارې غږوی،خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې موافقې د مادو داجرا کولو لپاره له خپلې خوا هیڅ جدی اقدام نه دی کړی،او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې له چوکاټه ورآخوا نورې غوښتنې ئې پیل کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2019 01:04 Asia/Kabul
  •   اروپائی اتحادیه او جرمنی د ایټمی موافقې ساتل غواړی

د اروپائی اتحادئې هیوادونه په داسې حال کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو نغارې غږوی،خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې موافقې د مادو داجرا کولو لپاره له خپلې خوا هیڅ جدی اقدام نه دی کړی،او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې له چوکاټه ورآخوا نورې غوښتنې ئې پیل کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د جرمنی  خارجه وزیر هایکو ماس  په ابوظبئ کې متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر عبدا... بن زاید ال نهیان سره په ګډ خبری کنفرانس کې  وئیلی دی ،  جرمنی او اروپا  هڅه  کوی دغه نړیواله ایټمی موافقه پخپل ځای باقی پاتې شی . 

 دجرمنی خارجه وزیر همداراز په ګوت وهونکو  څرګندونو کې  وئیلی دی،د دوشنبې په ورځې یعنی نن به په تهران کې د اسلامی ایران  له چارواکو سره په لیدوکاتو کې د ایران له توغندوی پروګرام سره د  اروپائی اتحادئې  مخالفت اعلان کړی .

 د جرمنی خارجه وزیر  نن سهار وختی تهران ته رارسیدلی دی . 

 د اروپائی اتحادئې   هیوادونه په  داسې حال کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو نغارې غږوی ، خو  تر دې دمه ئې  ددغې نړیوالې موافقې  د مادو  داجرا کولو لپاره له خپلې  خوا هیڅ جدی اقدام نه دی کړی ،او   ددغې نړیوالې  ایټمی موافقې له چوکاټه ورآخوا نورې غوښتنې  ئې پیل کړی دی .

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرمحمدجوادظریف په همداوروستیو کې  ټینګار کړی،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې ساتل نه بلکې ددغې نړیوالې ایټمی موافقې نتیجې مهمې دی باید نتیجې ئې  ولیدل شی .