اروپائی اتحادیه او جرمنی د ایټمی موافقې ساتل غواړی
د اروپائی اتحادئې هیوادونه په داسې حال کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو نغارې غږوی،خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې موافقې د مادو داجرا کولو لپاره له خپلې خوا هیڅ جدی اقدام نه دی کړی،او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې له چوکاټه ورآخوا نورې غوښتنې ئې پیل کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د جرمنی خارجه وزیر هایکو ماس په ابوظبئ کې متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر عبدا... بن زاید ال نهیان سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، جرمنی او اروپا هڅه کوی دغه نړیواله ایټمی موافقه پخپل ځای باقی پاتې شی .
دجرمنی خارجه وزیر همداراز په ګوت وهونکو څرګندونو کې وئیلی دی،د دوشنبې په ورځې یعنی نن به په تهران کې د اسلامی ایران له چارواکو سره په لیدوکاتو کې د ایران له توغندوی پروګرام سره د اروپائی اتحادئې مخالفت اعلان کړی .
د جرمنی خارجه وزیر نن سهار وختی تهران ته رارسیدلی دی .
د اروپائی اتحادئې هیوادونه په داسې حال کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو نغارې غږوی ، خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې موافقې د مادو داجرا کولو لپاره له خپلې خوا هیڅ جدی اقدام نه دی کړی ،او ددغې نړیوالې ایټمی موافقې له چوکاټه ورآخوا نورې غوښتنې ئې پیل کړی دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرمحمدجوادظریف په همداوروستیو کې ټینګار کړی،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې ساتل نه بلکې ددغې نړیوالې ایټمی موافقې نتیجې مهمې دی باید نتیجې ئې ولیدل شی .