له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا وتل بې ګټې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82848-له_جامعې_نړیوالې_ایټمی_موافقې_د_امریکا_وتل_بې_ګټې_دی
ایډم شیف دجامعې ایټمی موافقې دیوې خلاف ورزۍ په توګه د یورانیمو پخولو ته د ایران د بیرته ستنیدا په باب دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونو ته په اشارې سره وئیلی دی،مونږ ایټمی نړیواله موافقه پریښودلې ده،نو بیا څرنګه ویئلی شو چې ایټمی موافقه نیمګړی ده .؟ مونږ موافقه پریښودلې ده،او اوس نیّت لرو،شکایت وکړ چې ایران له دغې نړیوالې موافقې د وتلو په حال کې دی . ؟
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2019 13:10 Asia/Kabul
  • له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا وتل بې ګټې دی

ایډم شیف دجامعې ایټمی موافقې دیوې خلاف ورزۍ په توګه د یورانیمو پخولو ته د ایران د بیرته ستنیدا په باب دامریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو څرګندونو ته په اشارې سره وئیلی دی،مونږ ایټمی نړیواله موافقه پریښودلې ده،نو بیا څرنګه ویئلی شو چې ایټمی موافقه نیمګړی ده .؟ مونږ موافقه پریښودلې ده،او اوس نیّت لرو،شکایت وکړ چې ایران له دغې نړیوالې موافقې د وتلو په حال کې دی . ؟

دامریکا د مشرانو جرګې  د استخباراتی کمیشن مشر ایډم  شیف د امریکا له سی بی ایس ټیلیویژنی چینل سره په خبرو  کې وئیلی دی ، هغه څه چې  وینو ئې ،  له خپلو متحدانو دامریکا جلاکیدا ده  او ددې شاهدان یوو چې  روسیه اوچین  دیوه بل ترڅنګ دریدلی دی اوله ایرانه ملاتړ کوی  او  له نړیوالې ایټمی موافقې د واشنګټن  وتل  د لازیات امنیت اوثبات سبب شوی نه دی .

  د امریکا دمشرانو جرګې د اطلاعاتو دکمیشن مشر روښانه کړې ده،زه فکر کوم،په تر ټولو بدو شرائطو کې یوو او د لازیاتو د باؤنو  لارې چارې ماته خوړلې ده او یوازې د ښکیلیدا اونښتې  خطره زیاته شوې ده .

   د ا مریکا دغه چارواکی د عمان سمندر د پیښې په باب  دایران په ضد دبې اساسه  تورونو په تکرارولو سره  مدعی شوی ، دمونږ استخباراتی  ادارې  زمونږ سیاستوالانو ته خبرداری ورکړی ، چې د ایرانیانو دغه ډول غبرګون احتمال له ایټمی  موافقې د وتلو دسیاست نتیجه ده .

ایډم شیف  دجامعې ایټمی موافقې  دیوې خلاف ورزۍ په توګه د یورانیمو پخولو ته د ایران د بیرته ستنیدا په باب دامریکا د خارجه وزیرمایک پمپئو څرګندونو ته په اشارې سره وئیلی دی، مونږ  ایټمی نړیواله موافقه پریښودلې ده،نو بیا څرنګه ویئلی شو چې ایټمی موافقه نیمګړی ده؟ مونږ  موافقته پریښودلې ده ،او اوس  نیّت لرو ، شکایت وکړ و چې ایران له دغې نړیوالې موافقې د وتلو په حال کې دی . ؟