د امریکې خرابونکي سیاستونه د شخړې د سختیدو سبب شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82966-د_امریکې_خرابونکي_سیاستونه_د_شخړې_د_سختیدو_سبب_شوې_دي
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: د امریکې خرابونکي سیاستونه په سیمه کښې د شخړو او کشالو د زیاتیدو لامل شوې دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 24, 2019 01:04 Asia/Kabul
  • د امریکې خرابونکي سیاستونه د شخړې د سختیدو سبب شوې دي

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: د امریکې خرابونکي سیاستونه په سیمه کښې د شخړو او کشالو د زیاتیدو لامل شوې دي.

د ایرنا د رپورټ له مخې بهروز کمالوندي پرون په تهران کښې د مینځني ختیځ په چارو کښې د انګلستان د سلاکار وزیر انډریو موریسن په کتنه کښې، د ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو په چوکاټ کښې د اعلان شویو اقداماتو په اجرا کښې د ایران په جدیت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: د بډایه شویو یورانیمو تولید به د هغه څه په بنیاد چې د اسلامي ایران ولسمشر او د ملي امنیت د عالي شورا مشر ټاکلې دي، دوام ولري.

هغه وویل چې د امریکې له خوا لګیدلي بندیزونه په ماتې محکوم دي.

د ایران او انګلستان دغو دواړو چارواکو د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د وروستیو بدلونونو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.