اېنسټېکس پکار دے د ايران د ضرورتونو ځواب ويونکے وي
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، د ايران او اروپا ترمېنځ مالي لارې «اېنسټېکس» شروع کول پکار دے د ايران د ضرورتونو ځواب ويونکي وي او د هغې د نه کارنده والي په صورت کښې به د ايران راتلونکي ګامونه پرېکنده وي.
سيد عباس موسوي پرون د اروپائي هېوادونو لخوا د اېنسټکس وړانديزي پروګرام د اجرا په اړه وويل، د دغه وړانديزي مېکانيزم اجرا تر اوسه د ځينو لوظ ماتونو په وجه له ځنډ سره مخامخ شوې ده.
موسوي زياته کړه د ايران لخوا د ضرب الاجل له ټاکلو وروسته د برجام ايټمي موافقې اروپائي غړيو هېوادونو د اېنسټکس اجرائي چلند د ګړندي کولو په لړ کښې يو لړ اقدامات شروع کړي، خو دغه اقدامات کافي نه دي ځکه د هغو د اجرا څه رنګوالے او وخت د ايران لپاره اهميت لري.
هغه همدارنګ د ايرن ، جرمني، برطانيې، فرانسې، روسيې او چين د مرستيالو وزيرانو او مديرانو په سطح د برجام د ګډ کمېشن د غونډې په اړه نن په ويانه کښې کيږي وويل، دغه غونډه د برجام ايټمي موافقې په وړاندې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره په دغې موافقې کشې د باقي پاتې غړيو لپاره ترټولو وروستے فرصت دے.
موسوي تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت ورپسې ګامونه به د برجام په اړه داروپائي هېوادونو له عملي اقدام سره تړاو ولري.