ایران په تیره اونۍ کې
د مسلمانانود وحدت ځلا د حج د فریضې یوه بله مهمه جلوه ده او له مشرکینو د برایت په دستورو کی هم مسلمانان د اسلامی امت عظمت او په الهی قدرت تکیه د دښمنانو او بدغواړو لپاره نندارې ته وړاندی کوی
«««««««««««««
۱ : د رهبرۍ له ستر مقام سره د حج د چاروالو او کارګزانو کتنه
۲:د ایټمی موافقې په اجرا کی د اروپایانو د بدقولیو په ځواب کی د ایران د برجامی ژمنو د اندازې کمول
۳: د ایران او ارمنستان د ګډ اقتصادی کمیشن د ۱۶ غونډې ترسره کیدا
۴: د اوپک د تیلو وزیرانو په غونډه کی د ګډون لپاره ویانا ته د ایران د تیلو د وزیر سفر
۵: او د ایران د تیلو د کشتۍ د درولو سناریو په تیره اونۍ کې د مهمو پیښو خلاصه وه .
««««««««««««««««««««««««««
په تیره اونۍ کې د چنګاښ ۱۲ نیټه د ایران په ټرانسپورټی الوتکی د امریکا د حملې د جنایت له کلیزې سره برابره وه . د ۱۳۶۷ لمریز کال د چنګاښ په ۱۲ نیټه د ایران ایر د هوایی شرکت ۶۵۵ شمیره ټرانسپورټی الوتکه چی له بندر عباس د دوبی په لور روانه د فارس خلیج له اسمانه تیریده چی د امریکا د سمندری ځواک د یو ایس ، ایس ، جک وینسنس له جنګی بیړۍ په دوو کروز توغندویو سره وویشتل شوه او د هنګام ټاپو ته نږدی نسکوره شوه . په دغه جنګی جنایت پسې د ایرانی ایربس درستې ۲۹۰ سپرلۍ چی پکې ۱۵۶ سړی ، ۵۳ میرمنې ، له دو تر دولسو کلونو پوری ۵۷ ماشومان ، او اته ماشوم چی له دو کلونو یې عمرونه کم وو اوپرسنل ووژل شول .
««««««««««««««««««««««
تیره جمعه هم په لبنان کی د څلور ایرانی ډیپلوماټو د تښتولوله کلیزې سره برابره وه .
د صیهونیسټ رژیم ګوډاګیانو د ۱۳۶۱ لمریز کال د چنګاښ په ۱۴ نیټه په یوه ترهه ګر اقدام کی د ایران څلور ډیپلوماټان ، سید محسن موسوی ، احمد متوسلیان ، کاظم اخوان او تقی رستګار مقدم د لبنان په خاوره کی وتښتول . د ایران خارجه وزارت په یوه بیانیه کی جوته کړه نښې نښانې ښی چی په لبنان کی تښتول شوی ایرانی ډیپلوماټان د صیهونیسټ رژیم نیواکګرو عسکرو ته سپارل شوی او بیا وروسته نیواکی ټاټوبیو ته منتقل شوی دی او اوس د دغه رژیم په جیلونو کی دی .
له دغه ترهه ګر اقدام د ډیر وکلونو په تیریدا سره سره له بده مرغه تراوسه نړویالې ټولنې او د بشری حقوقو مدعی ادارو د دغه جنایت په وړاندی هیڅ جدی اقدام ندې ترسره کړی . د ایران خارجه وزارت هیله څرګنده کړی ده چی د صیهونیسټ رژیم په بند کی درست بندیان په تیره بیا څلور ایرانی ډیپلوماټان ژر خوشی شی .
««««««««««««««««««««««
هماغه ډول چی اشاره وشوه ، حج مناسکو ته د بیت ا... الحرام د زایرینو د ورلیږلو په درشل کی د حج کارګزارانو او چاروالو د رهبرۍ له ستر مقام سره کتنه وکړه . په دغه کتنه کی د رهبري د ستر مقام ویناوې د دینی مناسکو د ترسره کولو ، په الهی حکمونو د عمل او ځان جوړولو لپاره د فرصت په توګه د حج په اهمیت متمرکزې وې . حضرت ایت ا... سید علی خامنه ای له مشرکینو د برایت اصل هم یوه اسلامی فریضه او ضروری کار وباله .
د مسلمانانود وحدت ځلا د حج د فریضې یوه بله مهمه جلوه ده او له مشرکینو د برایت په دستورو کی هم مسلمانان د اسلامی امت عظمت او په الهی قدرت تکیه د دښمنانو او بدغواړو لپاره نندارې ته وړاندی کوی .
په سیاسی اړخونو او د حاجیانو د کرامت په ساتلو سربیره د اسلامی ایران یوه بله جدی غوښتنه د درستو حاجیانو په تیره بیا ایرانی حاجیانو د امنیت ، عزت ، هوسا او اسانیتا په ساتلو ټینګار دی .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د خپلو ویناو په یوه برخه کی د زایرینو د امنیت د تامینولو او د حاجیانو د حرمت او کرامت د ساتلو او د چاپیریال له امنیتی کولو پرته دسعودی دولت درنده مسولیتونه یاد کړل . هماغه ډول چی دد انقلاب معظم رهبر جوته کړه له اسلامی حقایقو سره د امریکا او نورو مستکبرانو دښمنی پراخه ده او په مسلمانو ملتونو د نړۍ د سرزورو وحشی ډ وله امنیتی،اقتصادی،کلتوری او سیاسی یرغلونه ، له اسلامی معارفو سره د هغوی د دښمنۍ د ژور والی ښودنه کوی . په داسې حساسو شرایطو کی له مشرکینو د برایت دستورو ترسره کول بی شکه د فلسطین او یمن په شمول د اسلامی حقایقو د بیانولو لپاره ارزښتمن فرصت دی .د دغې میلیونی اجتماع هدف د حج په معنوی اړخونو سربیره د برخلیک ټاکونکیو مسلو په تیره بیا د اسلامی امت اقتدار او عزت ته پام دی .
«««««««««««««««««««««
د برجامی ژمنو د اجرایی کولو په خاطر اروپایی اتحادیې ته د ۶۰ ورځنی مهلت د ټاکلو په لړ کی تیره اونۍ د ایران د بډایه شویو یورنمیو زیرمه له ۳۰۰ کلوګرامه واوښته .
د ایټمی موافقې په اساس د بډایه یورنیمو هغه اندازه چی ایرانی یې درلودلط شی ، ۳۰۰ کلوګرامه دې او نور زیات یورنیم باید نورو هیوادونو ته صادر شی ، د درندو اوبو د تولید اندازه هم د ایران لپاره ۱۷۰ ټنه ده او نورې درندې اوبه باید له ایرانه بل هیواد ته صادرې شی .
په ویانا کی په نړیوالو ادارو کې د ایران دایمی استازی او سفیر کاظم غریب ابادی د تیر ګل په ورځ په ایټمی موافقې د ایران د پایبندۍ په اړه د ایټمی انرژۍ د نړیوال اژانس ۱۵ راپور ته په اشاری سره ټینګار وکړ ، د ایران اقدام د خپلو حقوقو د استیفا په لړ کی د برجام د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس دې . په دې اساس ایران د ۲۰۱۹ کال د می له ۸ نیټې د خپلو برجامی ژمنو د کمولو لپاره یو لړ اقدامات کړی دی .
د ۲۰۱۸ کال د می په ۸ نیټه له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو او د ایران په وسیله د ۳۶ مادې له اجرا ور وسته اروپایانو ۱۱ ژمنې وکړې چی اینسټکس له هغو ژمنو ندې ، بلکې د هغو ژمنو د اجرا لپاره یوه سریزه ده . خو اروپایانو تراوسه په خپلو ژمنو عمل ندې کړی بلکې حتی تازه له ۱۴ میاشتو وروسته د خپلو ژمنو د اجرا لپاره سریزه عملیاتی کوی .
««««««««««««««««
د ایران خارجه وزیر ویلی دی چی که اروپایان د خپلو ژمنو د اجرا لپاره ضروری اقدامات وکړی نو د تهران اقدامات ستنیدونکی دی خو که ضروری اقدامات ترسره نکړی ، ایران د ۳۶ مادې په اساس خپل اقدامات کموی .
د نړیوالو حقوقو استاد مسعود اخوان فرد د امریکا د اقداماتو په شننه کی وایی ،
د ایران د زیاتو یورنیمو او درندو اوبو د اخیستلو په خاطر د ځینو هیوادونود ګواښ په وړاندی د امریکا حکومت دریځ د دغه هیواد د جنګ غواړو او تیری ګرو سیاستونو په دوام کی دی . د امریکا پراختیا غواړی او سلطه غواړې بهیر چی یرغلیزه بڼه یې غوره کړی ده ، په وروستیو میاشتوو پورې اړه نلری بلکې دغه بهیر د جینوا له ایټمی خبرو نیولی تر ویانا او حتی له ایټمی موافقې وروسته هم ګام په ګام جوت دی .
««««««««««««««««««««
د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه تیره اونۍ د اوپک د د تیلو وزیرانو د ۱۷۶ غونډه کی چی په ویانا کی ترسره شوه ،د تیلو د صادراتو په هکله د ایران د دریځو په بیانولو سره ټینګار وکړ د تیلو مسله باید غیر سیاسی شی . زنګنه خبرداری ورکړ د ایران پرضد د اوپک د ځینو غړیو یو اړخیزه اقدامات د دغه سازمان د دړې وړې کیدا سبب کیدلی شی .
په یوه سیاسی سازمان د اوپک بدلول په نړیوال بازار کې د وسلې په توګه د تیلو بدلول دی . په داسې حال کی چی د تیلو بازار باید امن او غیر سیاسی وی .
««««««««««««««««««««««
له هغه وخته چی امریکا دبایکاټونو لمن د تیلو په لور پراخه کړی ده په بیو کی بی ثباتی ، د تیلو د مصرفونکی او تولیدونکی لالهندی کړی دی . ټرمپ په خپلو یو اړخیزه بایکاټونو سره د تیلو ستر صادرونکی هیوادونه له سختو ټاکنو سره مخامخ کړی دی او هڅه کوی چی د نیوال تجارت ادارې له قوانینو او تجارت له ازادی سره په تضاد کی په نورو هیوادونو خپل اقدامات وتپی .
د امریکا فیصله نه یوازې په تجارت کی د ایران د حق خلاف ورزۍ ده بلکې د تجارت د ازادۍ په هغو قوانینو هم تیرې حسابیږی چی پخپله امریکا لاسلیک کړی دی . دغه اقدامات د انرژۍ په بازار کی د یوې خطرنامی سیاسی لوبې د پیلولو په معنا دی چی په پریکنده توګه به د درستو هیوادونو د اقتصادی ګټو په تاوان وی .
««««««««««««««««««««««
د امریکا بلا غوښتنې اوس دغه ډګر ته ورداخلې شوی دی . د تیر زیارت په مازیګر په تهران کی د انګلستان سفیر ګراب مک ایر د ایران د تیل وړونکی کشتۍ د درولو په اعتراض کی د ایران خارجه وزارت ته وغوښتل شو .
ایران په نړیوالو اوبلارو کی د دغه تیل وړونکی کشتۍ حرکت ته په اشارې سره ، د انګلستان د سمندری ځواک اقدام سمندری راهزنۍ ته ورته بللې او ویلی یې دی چی دغه هیواد حق نلری خپل یا د اروپایی اتحادیې یو اړخیزه بایکاټونه د نورو هیوادونو په ضد په پولې وراخوا توګه اعمال کړی . دا هماغه د امریکا زور چورلیزه سیاست دی چی اروپایی هیوادونو پرې تل اعتراض کړی دی .
په دغه کتنه کی د دغې تیل ورړنکی کشتۍ او جوپې پورې اړونده مستندات او مدارک چی د قانونی حرکت ښودونکی دی ، د انګلستان سفیر ته وړاندی شوی دی او ټینګار شوی دی چی اسلامی ایران له خپلو ټولو سیاسی او قانوی ظرفیتونو د دغې کشتۍ د خلاصولو او د خپلو حقوقو د استیفا لپاره استفاده کوی .
د سمندرونو او دریابونو د حقوقو د موافقې بندونه ، د امن تیریدا ، په ازادو اوبو کی د سمندر کچکونې ازادی او د تجارتی کشتیرانی د مصونیت په شان په موردونو ټینکار لری او هیڅ حکومت د یو اړخیزه بایکاټونو په استناد په دغو حقوقو سترګې پټې کړی .