تهران کښې د افغانستان نوې سفیر له ظریف سره ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83248-تهران_کښې_د_افغانستان_نوې_سفیر_له_ظریف_سره_ملاقات_وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مختلفو برخو کښې د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2019 01:14 Asia/Kabul
  • تهران کښې د افغانستان نوې سفیر له ظریف سره ملاقات وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مختلفو برخو کښې د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د افغانستان د نوې سفیر عبدالغفور لیوال په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو په کلتوري، ژبنیو، دیني او د ګاونډ پر اشتراکاتو باندې په ټینګار او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سیاسي او سفارتي اړیکې د ټینګښت سلمې کلیزې ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو اړیکو د جامع سټراټیجک سند د زرترزره فاینل کیدو او هم داشان د افغانستان د ثبات او امنیت د اهمیت په هکله د نظر تبادله وکړه.

په ایران کښې د افغانستان نوې سفیر هم د ایران خارجه وزیر ته د خپل باور لیک په وړاندې کولو سره هیله وښودله چې په بیلابیلو برخو کښې د تهران او کابل اړیکې پراخې شي.

د ویلو ده چې په تهران کښې د افغانستان نوي سفیر عبدالغفور لیوال، د نصیر احمد نور ځاې اخیستی دی.