د ایران د چنګاښ د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83370-د_ایران_د_چنګاښ_د_۱۳_نیټې_ځینې_مطبوعات
سپاه پاسدارانو له ايران سره د عراق د کردستان سيمې په پولو کښې د ترهه ګرو مرکزونه تباه کړل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2019 08:31 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات

سپاه پاسدارانو له ايران سره د عراق د کردستان سيمې په پولو کښې د ترهه ګرو مرکزونه تباه کړل

 

جمهوری اسلامی

 

د نړۍ په  رسندویوکی په واکمنې شورا کی د امریکا انزوا پراخ انعکاس درلودلی دی .

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: له حقوقي نظره په جبل الطارق اوبلاره کښې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ د نیولو په هکله د انګلستان ادعاوې د پام وړ نه دي او دغه کشتۍ باید زرترزره ازاده کړی شي.

د نیجریه مسلمانان دابراهیم الزکزکی په ملاتړکې مظاهروته دوام ورکوی .

چین امریکا ته په خبرداری کی ویلی دی چی له اور سره لوبې مه کوه .

نیویارک ټایمز لیکلی دی امارات دې نتیجې ته رسیدلی دی چی په یمن کی بریالیتوب ممکن ندې .

واشنګټن پوسټ لیکی چی ټرمپ په مینځنی ختیځ کې د تاوتریخوالې سبب  دې .

سپاه پاسدارانو له ايران سره د عراق د کردستان سيمې په پولو کښې د ترهه ګرو مرکزونه تباه کړل .

 

اروپا د برجام په لړ کښې عملاً د امریکې تابع شوې ده . حجت الاسلام کاظم صدیقي د تهران د جمعې په خطبو کښې، له برجامه په یو اړخیزه توګه د امریکې وتل او د ایران خلاف یې بندیزونه لګول د دغه هیواد لپاره بشري رسوايي وبلله او زیاته یې کړه: امریکایانو له ابتدا څخه په ایټمي موافقې عمل ونه کړ، د هغې خلاف ورزي یې وکړه او بندیزونه یې سخت کړل.

هغه په دې خبرې سره چې د برجام په وړاندې د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره اروپایانو ته دوه میاشتنې فرصت ختم شو او د بل فرصت د ورکولو امکان نشته، څرګنده کړه: د ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې که یو لوری ژمنه ماته کړي نو مقابل لوری هم خپلې ژمنې کمولی شي او د یورانیمو د پخونې په زیاتولو کښې د ایران وړومبی او دویم ګام، د ایران د برجامي ژمنو د کمولو په چوکاټ کښې دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه چې ایران به د امریکې او اروپایانو له لوظ ماتونو وروسته ړ یورانیمو په پخولو کښې د هیڅ چا ملاحظه ونه وکړي.

 

اطلاعات

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال ډاکټر جهانګیری وایی د ایران د اقتصاد د دړې وړې کولو لپاره د امریکا هڅې ماته خوړلی ده .

له ایران سره د عراق د کردستان په پوله کې د ترهه ګرو مرکز تباه شوی دی .  ورځپاڼه په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکی چی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک د عمومي اړیکو دفتر اعلان وکړ، د ايران د شمال لويديځ په ځينو سيمو کښې د نړيوال استکبار تر ملاتړ لاندې انقلاب مخالفه ډلګيو له ترهه ګريز اقدام او د لويديځ آذربائيجان او کردستان صوبو د امنيت د ګډوډولو لپاره له کوششه وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو زمکني ځواک په دغو سيمو کښې د انقلاب مخالفو ډلګيو د ځاے پرځاے کېدو او روزنې په فعالومرکزونو د تېرې چارشنبې له ورځې حملې شروع کړې.

په دغه خبرتيا کښې راغلي دي: ايران په ځلونو د ايران خاورې ته د ترهه ګرو ټيمونو د لېږلو او د ترهه ګريزو او امنيت په خلاف اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ايران له اسلامي جمهوريت سره له ګډو پوله ايزو سيمو څخه د ترهه ګرو ډلګيو د استفادې لپاره د عراق کردستان سيمې ته په ځلونو خبرداري ورکړي وو.

د سپاه زمکني ځواک وويل،د دغه ځواک توغنده اي، ډرون او توپخانه اي يونټونو د ګوډاګيو ترهه ګرو د ځاے پرځاے کېدو د ځايونو په اړه د اطلاعاتو په ترلاسه کولوسره د دغو ترهه ګرو په فعالو مرکزونو حمله وکړه چې د دغو عملياتو د  ټولو مراحلو مستند ويډيوئي فېلمونه جوړ کړې شوي دي.

 

د سپاه زمکني ځواک په دې باندې په ټینګار  سره چې د ايران د ملت ملي امنيت او د ارامښت او سوکالۍ ساتنه د وسله والو ځواکونو په تېره بيا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د زمکني ځواک سره کرښه ده،اعلان وکړ، د عراق کردستان سيمه پکار دي اجازه ورنکړي چې دغه سيمه د ترهه ګريزو جنايتونو د ترسره کولو او د ايران د امنيت په خطر کښې اچولولپاره د ترهه ګرو د روزنې، او منظم کولو په مرکز او پناه ځاے بدله شي.

هندوستان د ټرمپ د تجارتی جنګ بل قربانی شوی دی .

د لبنان د حزب ا... مشر سید حسن نصر ا... د دغه هېواد له المنار چېنل سره په مرکه کښې وويل، مقاومت له بنديزونو او سزاګانو سره سره د ورځ په ورځ مضبوطيږي او ډېره زياته وده يې کړې ده.

 

 کیهان

د ایران دفاع وزیر وویل: دښمنان که په هره سویه د ایران پر حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د تیري نیت ولري، له پریکنده، غاښ ماتونکي او پښیمانونکي ځواب سره به  مخا مخ شي

 

یوه لبنانی ورځپانه لیکی چی امارات له یمن په عزت سره د وتلو لپاره د ایران لمن نیولی ده .

د ایران سپاه پاسدارانو لخوا د عراق په کردستان کی د تر هه ګرو په مرکزونو بمبارۍ شوی دی .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف امریکایانو ته په خطاب کی وویل خبرې اترې نه کوو .

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند د يو واحد چين له سياست څخه د ايران پوره ملاتړ اعلان کړ.

د فلسطين د روغتيا وزارت اعلان وکړ، د غزې په تړانګه کښې د ستنېدو حق د ستر لاريون په شپږ شپېتمه جُمعه لږ تر لږه ۵۵ فلسطينيان ژوبل شول.

 

د لبنان دحزب  ا...ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم  د حزب ا.. او صهونیسټی رژیم ترمینځ د ۳۳ورځنی جنګ  دکلیزې په مناسبت  په یولړ دستورو کې  وئیلی دی ، په دغه جنګ کې بریالیتوب ، په دفاعی قدرت کې یوه نوی مرحله  رامینځةکړه  اولامل شوه  چې صهیونیسټی رژیم په لبنان دتیریو لپاره  له هرې فیصلې مخکې  ښه فکر وکړی .

د روسیې  جوړ ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم لومړنۍ جوپه د ترکیې چارواکو ته وسپارل شوه . د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: د روسیې له خوا ترکیې ته د ایس-۴۰۰ ډوله توغندوي سیسټم د ورکړې بهیر به په راتلونکو ورځو کښې هم دوام ولري.