د شېخ ابراهيم زکزاکي په زرترزره پرېښودو تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83408-د_شېخ_ابراهيم_زکزاکي_په_زرترزره_پرېښودو_تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت د قم علميه حوزې د مدرسينو ټولنې په يوې بيانيه کښې د نائجېريې د اسلامي غورځنګ له مشر ابراهيم زکزاکي سره د دغه هېواد د حکومت په ظالمانه چلند باندې په اعتراض سره تاکيد وکړ، د نائجېريې حکومت پکار دي د شېخ زکزاکي د آزادۍ موجبات برابر کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2019 08:13 Asia/Kabul
  • د شېخ ابراهيم زکزاکي په زرترزره پرېښودو تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت د قم علميه حوزې د مدرسينو ټولنې په يوې بيانيه کښې د نائجېريې د اسلامي غورځنګ له مشر ابراهيم زکزاکي سره د دغه هېواد د حکومت په ظالمانه چلند باندې په اعتراض سره تاکيد وکړ، د نائجېريې حکومت پکار دي د شېخ زکزاکي د آزادۍ موجبات برابر کړي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د قم د علميه حوزې د مدرسينو ټولنې په دغه بيانيه کښې په بندي خانه کښې د شېخ ابراهيم زکزاکي د حالت له سختېدو څخه په اندېښنې سره وويل، د نائجېريې حکومت د شېخ زکزاکي د سره د ساتنې ذمه وار دے او پکار دي د خپلو غېر انساني اقداماتو و واقعاتو د ځواب له ويلو نه علاوه زره ترزره دې د نائجېريې د اسلامي غورځنګ د مشر د ازادۍ او علاج معالجې موجبات هم برابر کړي.

د قم د علميه حوزې د مدرسينو ټولنې همدارنګ د شېخ ابراهيم زکزاکي د سخت حالت په وړاندې د نړيوالې ټولنې په خاموشۍ باندې په نيوکې سره واضحه کړه،د نائجېريې حکومت  او فوځيان د امريکې، صهيونېسټ رژيم او آل سعود په ملاتړونو دا ډول جنايتونه ترسره کوي.

د ویلو ده چې شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغوي میرمنه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه په زاریا ښار کښې د هغوي په کور باندې د نایجیریا د پوځیانو په حمله کښې نیول شوې دي.دغه مهال د نایجیریا د پوځ په ډزو کښې د شیخ زکزاکي د دریو زامنو په شمول سلګونه کسان شهیدان شوې وو.شېخ زکزاکي اوس ډاکټر او علاج معالجې ته د لاسرسائۍ له امکانه او ورسره د خپلې بيمارې مېرمن له ارتباط نه بغېر هم هغه شان په بند کښې پروت دے.