ایران له ترهګرو سره خبرې نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83465-ایران_له_ترهګرو_سره_خبرې_نه_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ایران د خلکو خلاف د سپينې ماڼۍ د بندیزونو د سیاست په ترهګري بللو سره وویل: ایران له ترهګرو سره خبرې اترې نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2019 03:25 Asia/Kabul
  • ایران له ترهګرو سره خبرې نه کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ایران د خلکو خلاف د سپينې ماڼۍ د بندیزونو د سیاست په ترهګري بللو سره وویل: ایران له ترهګرو سره خبرې اترې نه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ایران د خلکو خلاف د سپينې ماڼۍ د بندیزونو د سیاست په ترهګري بللو سره وویل: ایران له ترهګرو سره خبرې اترې نه کوي.

محمد جواد ظریف بیګا په نیویارک کښې خبریالانو ته وویل: امریکې له ایران سره اقتصادي جنګ پیل کړی دی او دغه جنګ چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې پرې ویاړ کوي، د ایران ملکي وګړي یې په نښه کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: له حقوقي نظره د ترهګرۍ ترجمه دا ده چې په بدمعاش ډوله اقداماتو سره د یو هیواد د سیاستونو د بدلولو کوشش وشي یا د یو هیواد خلک د خپل حکومت د سیاستونو بدلولو ته مجبور کړی شي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په زیات نه زیات دباؤ او ګواښ سره هڅه کوي چې ایران د خبرواترو پر میز کښینوي خو ایران په زیات نه زیات مقاومت سره د امریکې دا سیاست له ماتې سره مخامخ کړی دی.