ايران له ځانه په دفاع کښې له چا سره ګپ نه لګوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83553-ايران_له_ځانه_په_دفاع_کښې_له_چا_سره_ګپ_نه_لګوي
د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر وويل ، ايران په تېرو دوه نيم سوو کلونو کښې هيڅکله په نورو هېوادونو تېرے نه دے کړے، خو له خپلې زمکنۍ بشپړتيا او حېثيت څخه په دفاع کښې له چا سره ګپ نه لګوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2019 08:02 Asia/Kabul
  • ايران له ځانه په دفاع کښې له چا سره ګپ نه لګوي

د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر وويل ، ايران په تېرو دوه نيم سوو کلونو کښې هيڅکله په نورو هېوادونو تېرے نه دے کړے، خو له خپلې زمکنۍ بشپړتيا او حېثيت څخه په دفاع کښې له چا سره ګپ نه لګوي.

کمال خرازي نن له ايرنا سره په مرکه کښې په فارس خليج کښې د برطانيې د کيشتۍ اودرولو ته په اشارې سره تاکيد وکړ، د ايران اسلامي جمهوريت تل د تيريګرو په وړاندې ټينګ ولاړ دے او په خپله تګلاره ايمان لري او د ايران ملت به له خپلو آرمانونواو آئيډيالونو څخه په سرښيندنې سره دفاع کوي.

سيد کمال خرازي همدارنګ ايران ته د برطانيې لخوا د لا زياتو بائيکاټونو د ګواښ ورکولو په اړه وويل، لندن تراوسه د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف مختلف بنديزونه لګولي او دباونه راوړي دي خو د ايران خلق د دغو ټولو دباونو او بنديزونو باوجود خپل ژوند ته دوام ورکوي.