د سېنيګال له خارجه وزير سره د ظريف کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83629-د_سېنيګال_له_خارجه_وزير_سره_د_ظريف_کتنه
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په ډاکار کښې د سېنيګال له خارجه وزير احمدوبا سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2019 13:03 Asia/Kabul
  • د سېنيګال له خارجه وزير سره د ظريف کتنه

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په ډاکار کښې د سېنيګال له خارجه وزير احمدوبا سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

دواړو خارجه وزيرانو په دغه کتنه کښې په تجارتي، انرجۍ، موټر جوړونې او نېنو ټېکنالوجۍ په برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په اړه صلاح مشورې وکړې.

د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمېشن جوړول، په نړيوالو ټولنو په تېره بيا په ملګرو ملتو او غېر جانبدار غورځنګ کښې ملګرتيا، په اسلامي نړۍ کښې وحدت او يووالے، له فلسطين څخه ملاتړ، د فلسطينيانو د حقوقو حاصلول ، په سيمه کښې د امنيت او ثبات ټينګښت او د تاوتريخوالو کمول په دغه کتنه کښې د ظريف او احمدوبا د خبرو اترو ځينې نورې موضوع ګانې وې.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف د ځاي وخت مطابق بېګا د يو پلاوي په مشرۍ د بولويه له سانټاکروز څخه د سېنيګال پائتخت ډاکار ته لاړ.