ظريف د تيونس د ولسمشر په مړينې تسليت ووايۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83634-ظريف_د_تيونس_د_ولسمشر_په_مړينې_تسليت_ووايۀ
د ايران د بهرنيو چارو وزير د تيونس خارجه وزير ته په يو پېغام کښې د دغه هېواد د ولسمشر په مړينې تسليت ووايۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2019 00:46 Asia/Kabul
  • ظريف د تيونس د ولسمشر په مړينې تسليت ووايۀ

د ايران د بهرنيو چارو وزير د تيونس خارجه وزير ته په يو پېغام کښې د دغه هېواد د ولسمشر په مړينې تسليت ووايۀ.

محمد جواد ظريف پرون د تيونس خارجه وزير خميس الجهيناوي ته په دغه پېغام کښې د تيونس د ولسمشري الباجي قائد السبسي په مړينې د خواښينۍ په څرګندولو سره د هغه له کورنۍ او د تيونس له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه  او د تيونس د حکومت او ملت ترڅنګه د ايران د اسلامي جمهوريت په ټينګ اودرېد نې يې تاکيد وکړ.

د تيونس ولسمشر الباجي قائد السبسي پرون د بيمارۍ په وجه په درې نوي کلنۍ کښې وفات شو.

السبسي له ۲۰۱۴ کال راهسې د تيونس ولسمشر ؤ. هغه له دې مخکښې په ۱۹۹۰ او ۲۰۱۱ کلونو کښې د تيونس وزيراعظم او د پارلېمان مشر ؤ.