د ایران د زمری د پنځمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83661-د_ایران_د_زمری_د_پنځمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان وایی د ایران ملت د دباو او بایکاټ په وړاندی ډګر خالی نه پریږدی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2019 07:44 Asia/Kabul
  • د ایران د زمری د پنځمې نیټې ځینې مطبوعات

د ایران د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان وایی د ایران ملت د دباو او بایکاټ په وړاندی ډګر خالی نه پریږدی

 

اطلاعات

 

د ایران د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان وایی د ایران ملت د دباو او بایکاټ په وړاندی ډګر خالی نه پریږدی .ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی جنرال حسین سلامی وویل هیڅ قدرت د ایران لپاره فیصله نشی کولای او نړۍ باید په احترام سره د ایران دملت اراده په رسمیت وپیژنی . حسین سلامی په دې خبرې سره چې هیڅ هیواد د ایران په ملت خپله اراده نشی تپلی وویل دښمانان باید دایران په هکله غلط تصور ونکړی او باید پوه شی دایران ملت د مقاومت ستر ورزده کونکی دی او دباو ، کلابندۍ او رعب دایران له ملت سره د مقابلې لاره نه ده .

 د یمن انصار ا... غورځنګ وایی  امریکا د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندی شاتګ کړې دې .

د پیبسو نړیوال صندوق په یوه راپور کی ویلی دی چی راتلونکی کال د ایران اقتصادی وده مثبت کیږی .

انګلستان د ایران دملت پرضد جنایتونه کړی دی . د تهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی وویل په جبل الطارق اوبلارې کښې د ایران دتیلو د کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان سمندری غلا په تیرو کلونو کښې دایران پرضد د زاړه استعمار د جنایتونو یادونه کوی

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په یوه راپور کښې د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف د ماشومانو د حقوقود خلاف ورزۍ کونکو په تور فهرست کښې پریښود.

 نیشنل اینټرسټ لیکی چی د ایران ساتندویه ځواک د ټرمپ لپاره په کابوس بدل شوی دی .

 

کیهان

 وال سټریټ ژورنال په یوې مهمې جوتونې کی ویلی دی چی د امریکا د رسندوی جنګ کوټه د ایرانی ولس د دوکه کولو ماموریت لری .

د یمن انصار ا... غورځنګ په  پنځو اونیو کی د سعودی ایتلاف ۹ بې پایلیټه الوتکې نسکورې کړی دی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... خاتمی ویلی دی انګلستان چی یوه ورځ یې په ایران کی حکومت بدلوه ، نن له ذلت سره مخ شوی دی . هغه وویل  په نولسمې او شلمې میلادی پیړۍ کښې  دایران پرضد د ائتلاف په جوړولو او بایکاټ کښې له امریکا سره د ملګرتیا کولو ، داسلامی انقلاب په بهیر کښې دایران دملت په ځپلو کښې د لاسوهنې ، د دوهم نړیوال جنګ په وخت کښې د ایران د سلګونو زره کسانو دوژلې ، د قحطۍ د رامینځته کولو ، د استعماری تړونونو د لاسلیک کولو د ایران د سرچینو د چورتالان کولو او د ایران دویشلو د دسیسې په شمول دایران دملت پرضد دانګلستان پراخ جنایتونه له دغه زاړه استعمار څخه دایران دملت د همیشنی نفرت عامل دی .

دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی دنړۍ خلکو ته دایران دملت د عزت او د سرلوړۍ د پیغام ورکولو ته په اشارې سره وویل دایران په  فضا کښې د امریکا د تیریګرې او دجاسوسۍ دبې پایلوټه الوتکې نسکورول او په هرمز اوبلارې کښې د انګلستان د تیلو د خلاف ورزۍ کونکی کشتۍ نیولو دنړۍ خلکو ته دایران د وسله والو ځواکونو قدرت وروښود .

د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کښې د بیرته ستنیدا د حق په اته شپییتم ستر لاریون کښې د کابو شپږدیرشوکسانو د ژوبلیدا خبر ورکړ.

جمهوری اسلامی

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی له افریقا سره د اړیکو لپاره ډیر ارزښت ته قایل یو .

دایران د اټومی انرژۍ ادارې مشر علی اکبر صالحی وویل د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې په لومړیو کښې په جنوب کښې د بوشهر د دوهمې اټومی بټۍ دجوړولو کار پیلیږی .

د پیسو نړیوال صندوق اټکل وکړ چی راتلونکی کال د ایران اقتصاد له رکود ووځی .

د تیونس د ولسمشر د مړینې په مناسبت په دغه هیواد کی یوه اونۍ عمومی  ویر اعلان شو .

د امریکا خارجه وزیر پمپیو مدعی شو ایرانیانو ته د پیغام د رسولو لپاره  تهران ته د سفر غوښتونکی دی .

 د مشق وایی د سوریې پر سر د امریکا او ترکیې هرډول موافقه محکومه ده .

د فلسطین حماس غورځنګ  له اسراییلو سره د موافقو د اجرا د لغوه کولو لپاره د محمود عباس له فیصلې هر کلی وکړ .

د یمن انصار ا... غورځنګ د عربستان په ابها هوایی ډګر په څو بی پایلیټه  الوتکو سره حمله وکړه . د يمن د وسله والو ځواکونو وياند  جنرل يحيح سريع وويل، د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو ډرون يونټ په يو لړ پراخو عملياتو کښې او له قاصف K2 ډوله ډرون الوتکو څخه په استفادې سره د سعودي ابها نومې نړيواله هوائي اډه يو ځل بيا په نښه کړه.

هغه زياته کړه، دغه حمله د سعودي د ابها هوائي اډې د الوتونو د بندېدو سبب شوې ده.

دایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دهوایی ځواک قومندان برید جنرال یوسفعلی قربانی وویل دایران وسله وال ځواکونه په فارس خلیج او هرمز اوبلارې کښې قدرتمن شتون لری او هر دښمن ته په هره بڼه ځواب ورکولوته تیار دی .

د ايران د بهرنيو چارو وزير د تيونس خارجه وزير ته په يو پېغام کښې د دغه هېواد د ولسمشر په مړينې تسليت ووايۀ.