د ايران ملت د امريکې دباونو ته غاړه نه ږدي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، دنيا دې نتيجې ته رسېدلې ده چې د ايران ملت له دې زيات لوړ او اراده لرونکے دے چې د امريکې دباونو ته غاړه کيږدي
د ايران داسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون د ايران په تبريز ښار کښې د ختيځ آذربائيجان صوبې د اداري شورا په غونډه کښې له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې غېرقانوني وتلو او په ايران باندې د بنديزونو زياتولو ته په اشارې سره وويل: که برجام ايټمي موافقه تر راتلونکي کال پورې باقي پاتې شي ن د ايران په خلاف د ملګرو ملتو وسله ايز بنديزونه به هم لرې کړې شي.
هغه واضحه کړه، برجام موافقه له سياسي او حقوقي لحاظه د ايران لپاره ډېره مهمه ده ، ځکه چې ملګرو ملتو د دغې موافقې په استناد سره د ايران د يورينيمو پخول په رسميت پېژندلي دي.
ډاکټر روحاني زياته کړه، هغه چا چې له ايران سره ضديت لري په تېره بيا صهيونېسټانو، سعوديانو او تندلارو امريکايانو برجام ونه زغملې شو او ورسره په ډاګه مخالفت کوي او اعتراف کوي چې دغه موافقه سل په سلو کښې د ايران په ګټه ده.
ولسمشر تاکيد وکړ، په داسې صورت کښې چې له برجامه ګټه اوچته نه کړي او د دغې موافقې باقي پاتې لوری خپلې وعدې پوره نه کړي ايران به خپلې ژمنې قدم په قدم کموي او دنيا ته دا خبره ثابته کړي چې ايران زياتې لارې چارې لري.د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر حسن روحاني پرون د آبادونې د څو منصوبو د پرانېستط لپاره د ايران د ختيځ آذربائيجان صوبې مرکز تبريز ښار ته لاړ.