ظریف د آیت الله محمد آصف محسني د وفات تسلیت ووایه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83857-ظریف_د_آیت_الله_محمد_آصف_محسني_د_وفات_تسلیت_ووایه
محمد جواد ظریف د آیت الله محسني د وفات په مناسبت د تسلیت ویلو ترڅنګ د خدای تعالی له درګاه څخه د هغوي لپاره د درجو لوړاوی او د روح خوشالي وغوښتله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2019 01:00 Asia/Kabul
  • ظریف د آیت الله محمد آصف محسني د وفات تسلیت ووایه

محمد جواد ظریف د آیت الله محسني د وفات په مناسبت د تسلیت ویلو ترڅنګ د خدای تعالی له درګاه څخه د هغوي لپاره د درجو لوړاوی او د روح خوشالي وغوښتله.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر بیګا په یو پيغام کښې د افغانستان د علماؤ شورا د مشر او د اسلامي ورورولۍ د ستر ملاتړي او جارچي آیت الله محمد آصف محسني د مړینې په وجه د دغه هیواد ولس او حکومت او همداشان د دغه رباني عالم محترمې کورنۍ ته تسلیت ووایه.

محمد جواد ظریف په دغه پیغام کښې د آیت الله محسني د وفات په مناسبت د تسلیت ویلو ترڅنګ د خدای تعالی له درګاه څخه د هغوي لپاره د درجو لوړاوی او د روح خوشالي وغوښتله.

د ویلو ده چې د افغانستان د شیعیانو د تقلید لوې مرجع  آیت الله محمد آصف محسني په مختلفو ډګرونو کښې د یوه عمر له هلوځلو وروسته پرون په ۸۴ کلنۍ کښې وفات شو.