د ایران د زمری د۱۵ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83863-د_ایران_د_زمری_د۱۵_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف ویلی دی د زبر ځواکی او سلطه غوښتنې پړاو ختم شوی دی ، که اروپا په خپلو ژمنو عمل ونکړی نو د ایران دریم ګام په لاره کی دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2019 07:55 Asia/Kabul
  • د ایران د زمری د۱۵ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف ویلی دی د زبر ځواکی او سلطه غوښتنې پړاو ختم شوی دی ، که اروپا په خپلو ژمنو عمل ونکړی نو د ایران دریم ګام په لاره کی دې .

اطلاعات

 

د ایران خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف ویلی دی د زبر ځواکی او سلطه غوښتنې پړاو ختم شوی دی ، که اروپا په خپلو ژمنو عمل ونکړی نو د ایران دریم ګام په لاره کی دې .

د یمن انصار ا... د عربستان  د جنایتونو په ځواب کی د دغه هیواد په دریو هوایی ډګرونو د بی پایلیټه الوتکو حمله  کړی ده .

ایران او عراق په سیمه کښې د مقاومت چورلیز دی . علي اکبر ولایتي په تهران کښې د عراق د النجباء غورځنګ له پلاوي سره په کتنه کښې څرګنده کړه: ایران او عراق په سیمه کښې د مقاومت د اغیزشیندونکي چورلیز په توګه په ملګرتیا او غږملتیا سره د داعش په شمول د ترهګرو ډلو به نابودولو کښې مهم رول لوبولی شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په یو پيغام کښې د افغانستان د علماؤ شورا د مشر او د اسلامي ورورولۍ د ستر ملاتړي او جارچي آیت الله محمد آصف محسني د مړینې په وجه د دغه هیواد ولس او حکومت او همداشان د دغه رباني عالم محترمې کورنۍ ته تسلیت ووایه .

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران نورو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د ایران د خارجه وزیر ښاغلی ظریف څرګندونو ته انعکاس  ورکړی دی او په یوه مفصل راپور کی یې لیکلی دی چی د ایران امنیت او پرمختګ د پیر پلور ندې . ده همداراز ویلی دی چی د خبرو وړاندیز مې و نه مانه نو بایکاټ شوم . د ایران د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته د خپلې تیرې میاشتې سفر ته په اشارې سره وویل: په دې سفر کښې ماته وویل شول چې که د امریکاله ولسمشر سره د ملاقات وړاندیز ونه منم نو په دوو اونیو کښې به راباندې بندیز ولګي.

 

محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې امریکایان د بیان د آزادۍ له ادعا سره سره په هغې هیڅ اعتقاد او باور نه لري، زیاته کړه: مذاکره او ډیپلماسي هیڅ کله نه ختمیږي او خپل فعالیتونه به جاري وساتم. ظریف هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د سلطې، ابرقدرتۍ او زوروینې دوران تیر شوی دی، څرګنده کړه: امریکا حتی په هغو برخو کښې چې د نورو لپاره د ابرقدرتۍ رول لري، نه شي کولی چې یو ائتلاف جوړ کړي او هیوادونه یو په بل پسې شرمیږي چې نوم یې په یو لړلیک کښې د امریکې ترڅنګ وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په دې خبرې سره چې د امریکا بیګناه خلک د وسلې ګرځولو، بدماشۍ، زورورۍ او تشدد په کلتور کښې ګیر شوې دي، څرګنده کړه: کوم کلتور چې جنګ، پر میز د یو پروت انتخاب په توګه یادوي، کامیاب نه دی او که امریکا د قانون خلاف ورزي پریږدي نو ټولې ستونزې هواریږي.

ښاغلي ظریف هم داشان له ایټمي موافقې د امریکېا وتلو او د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپایانو لوظ ماتونې ته په اشارې سره وویل: ایران د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې دریم ګام پورته کوي او دا کار، له برجامه د وتلو په معنا نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې بدلونونو ته هم اشاره وکړه او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د پراختیا او د ایران، عراق او د دغې شورا د دریو غړو ترمینځ د خبرواترو په ضرورت باندې په ټینګار سره یې د سیمه ایزو خبرواترو د ټولنې جوړول او په یو بل باندې د تیري نه کولو د تړون لاسلیکول یې ضروري وبلل.

ظریف، خبرې اترې د عربستان، اماراتو او د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه وبللې او د خبرواترو د پیلولو په ضرورت یې ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر هم داشان د یمن کړکیچ ته په نغوتې سره ټینګار وکړ چې د یمن حل لاره خبرې اترې او مذاکره ده.

ظریف د افغانستان د صلحې د خبرواترو په هکله هم څرګنده کړه: هره حل لاره باید د افغانستان د حکومت په شتون سره وي او ایران د هغې حل لارې مخالف دی چې له بهر څخه پر افغانستان وروتپلی شي.

هندوستان د کشمیر خودمختاری ختمه کړه . د هندوستان د ولسمشر نریندر مودي په حکم د دغه هیواد ترکنټرول لاندې کشمیر سیمې بیل او ځانګړی حیثیت ختم کړی شو او ورته د هندوستان د یوې صوبې درجه ورکړی شوه. هم داشان لداخ سیمه له کشمیره بیله کړې شوه او هغه هم د هندوستان د فیډرل حکومت تر نیغ په نیغه کنټرول لاندې راغله.

د نایجریا حکومت له هیواده د شیخ  زکزاکی د وتلو لپاره شرط کیښوده .

ملګری ملتونه وایی چی روسیه ، چین ، هند او شمالی کوریا د برما پوځ وسله تامینوی  .

د یمن انصار ا... غورځنګ د عربستان په ملک خالد اډې او نجران او ابها هوایی ډګر ونو د درون الوتکو حملې کړی دی .

عراق د داعش ترهه ګرې ډلې پرضد د نویو عملیاتو خبرو ورکړ .

د اسټرالیا دفاع وزیره میرمن لینډا رینولدز وایی چی د امریکا د توغندویو کوربه نه یو .

 

جوان

د ایران خارجه وزیر ډاکټر ظریف ویلی دی ایټمی موافقه مقدسه نده ، که لازمه شی نو له دغې موافقې به ووځو .

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثی له یمن څخه د متحده عربی اماراتو د عسکرو دوتلو پرضرورت ټینګار وکړ .

د ایران د پولیس ځواک مشر قومندان  جنرال حسین اشتري وویل د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه له دښمنانو سره مقابلې ته بشپړ چمتووالی لري .

په نانت ښار کښې دفرانسې د پولیسو په نوی تاوتریخجن اقدام اعتراض کښې ددغه هیواد خلکو په روان Rouen ښار کښې مظاهرې وکړې .

واشنګټن پوسټ لیکی ټرمپ د امریکا د نابودۍ په حال کی دی .

هندوستان د کشمیر خودمختاری ختمه کړه او هندی عسکر په واټونو کی ځای پر ځای شول .

د لیبیا جنرال حفتر  د فرانسې په ډالۍ شوی الوتکې سره د واده دستورې بمبار کړی .

د امریکا په ټګزاس او اوهایو کی د خلکو قاتلان د ټرمپ سخت ملاتړی وو .