امریکا اوس هم ملکی وګړی وژنی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83877-امریکا_اوس_هم_ملکی_وګړی_وژنی
زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دجاپان په هیروشیما ښار د امریکا د اټومی حملې د کلیزې په مناسبت وویل په هیروشیما له بمباریو څلوراویا (۷۴) کلونووروسته امریکا اوس هم په ملګی وګړو بریدونه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2019 01:53 Asia/Kabul
  • له څلوراویا (۷۴) کلونو وروسته امریکا لومړنی او یوازنی رژیم دی چې د یوه(۱)ښار پرضد یې له اټومي وسلو کار واخیست .
    له څلوراویا (۷۴) کلونو وروسته امریکا لومړنی او یوازنی رژیم دی چې د یوه(۱)ښار پرضد یې له اټومي وسلو کار واخیست .

زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دجاپان په هیروشیما ښار د امریکا د اټومی حملې د کلیزې په مناسبت وویل په هیروشیما له بمباریو څلوراویا (۷۴) کلونووروسته امریکا اوس هم په ملګی وګړو بریدونه کوی .

هغه په دې  خبرې سره چې   له څلوراویا (۷۴) کلونو وروسته امریکا لومړنی او یوازنی رژیم دی چې د یوه(۱)ښار پرضد یې له اټومی وسلو کار واخیست او  زیات خلک یې ووژل وویل واشنګټن اوس هم په ملګیانو بریدونه کوی .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دامریکا اقتصادی ترهګرۍ ته په اشارې سره وویل امریکا په اقتصادی ټروریزم سره  دیوې (۱) تاریخی موافقې یعنی داټومی تړون خلاف ورزۍ وکړه او اوس د داسې هیوادونو دسزا کولوهڅه کوی چې دغه اټومی تړون ته پاې بنده دی .

د جاپان په هیروشیما ښار د امریکا د اټومی حملې د څلوراویایمې(۷۴) کلیزې مراسم پرون سهار په نوموی ښار کښې ترسره شول .

د امریکا د پوځ یوې(۱) جنګی  الوتکې د ۱۹۴۵ میلادی کال د اګست دمیاشتې په شپږمه (۶) نیټه دهغه وخت دولسمشر هینری ټرومین په حکم د جاپان په هیروشیما ښار یو (۱) اټومی بم وغورځوه .

امریکا درې (۳) ورځې وروسته بیا د جاپان د ناګاساکی ښار په خلکو دوهم (۲)اټومی بم وغورځوه او له کبله یې په دغو دوو(۱) اټومی بمونو حملو کښې د جاپان کابو دوه لکه او شل زره(۲۲۰۰۰۰) خلک ووژل شول .