د ایران د ولس خلاف اقتصادي ترهګري کارنده توب نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83982-د_ایران_د_ولس_خلاف_اقتصادي_ترهګري_کارنده_توب_نه_لري
ظریف: اقتصادي ترهګري د ایران د ولس خلاف هیڅ نه شي کولی خو د سیمې ناامني یې زیاته کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2019 00:57 Asia/Kabul
  • د ایران د ولس خلاف اقتصادي ترهګري کارنده توب نه لري

ظریف: اقتصادي ترهګري د ایران د ولس خلاف هیڅ نه شي کولی خو د سیمې ناامني یې زیاته کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو لګیدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې اقتصادي ترهګري د ایران د ولس خلاف هیڅ نه شي کولی خو د سیمې ناامني یې زیاته کړې ده.

محمد جواد ظریف پرون په دوحه کښې د قطر له امیر تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني سره په کتنه کښې، له ګاونډیانو سره تهران د اړیکو د پراخولو په سیاست باندې په ټینګار سره وویل: د ایران او قطر اړیکې د ایران او د سیمې د هیوادونو د سیاسي اړیکو لپاره یو مثال دی.

په دغه کتنه کښې د قطر امیر تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني هم د ایران او قطر نردیو او وررولیزو اړیکو ته په اشارې سره، د سیمه ایزو او نړیولو مسائلو په هکله د دواړو هیوادونو سلامشورې او د سیمې د ستونزو د هواري لپاره ګډې هلې ځلې ضروري وبللې.

هغه هم داشان په سیمه کښې د صلحې او ثبات ټینګولو ته د قطر په چمتووالي ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر ښاغلي ظریف دوحې ته د خپل سفر له ختمیدو وروسته په یو ټویټ کښې دغه سفر ډیر رغنده وباله او ویې لیکل: یوازې د سیمې هیوادونه، د سیمې د امنیت ضمانت ورکولی شي.