د فینلینډ پلان ایران ته ورته دی
-
نن سبا دایران سیمه ییز شرایط ځانګړي دي او په دې هکله بایدپراخې سلامشورې وشي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل فینلینډ له تیر وخت راهسې د فارس خلیج په باره کښې د خبرو لپاره یو(۱) پلان لرلی دی چې تقریبا هغه پلان ته ورته دی چې دایران لخوا مطرح شوی دی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف د فینلینډ پلازمینې هیلسینکی ته د رسیدا په وخت خبریالانو ته وویل زه څو کاله مخکې فینلیډ ته راغلی وم او په فارس خلیج کښې مو د سیمه ییزو خبرو اترو دټولنې د پلان خبره مطرح کړی وه او د فینلیډ چارواکی تل له دغو موضوعګانو سره دلچسپی لری .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د فینلینډ د سویدڼ او د ناروې هیوادونو له چارواکو سره د سیمه ییزو مسائیلو په هکله خبرو ته په اشارې سره وویل دغه درې(۳) اروپایی هیوادونه د ایران د سیمه ییزو موضوګانو په حوزه کښې فعال دی او سویدڼ د یمن د لومړنۍ (۱غونډې مسولیت پرغاړه واخیست او ناروې دغه راز د افغانستان په باره کښې دیوې (۱) غونډې د ترسره کولو کوشش کوی .
جواد ظریف د سیمه ییزو مسائیلو په هکله دفینلینډ د سویډن او د ناروې له چارواکو سره خبرې اترې ضروری وبللې او جوته یې کړه نن سبا دایران سیمه ییز شرایط ځانګړی دی او په دې هکله باید پراخې سلامشورې وشی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دغه راز له اروپایی اتحادیې سره ارتباط مهم وباله او ډاګینه یې کړه اروپایی اتحادیه د اټومی تړون په چوکاټ کښې یوشمیر ژمنې لری چې باید اجرا یې کړی خو ځکه خو په دې هکله خبرې اترې ضروری دی .