د عیدغدیرپه مناسبت زمونږ مبارکی ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84101-د_عیدغدیرپه_مناسبت_زمونږ_مبارکی_ومنئ
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص له خپل وروستی حج په ستنیدا کی هغه درست مسلمانان چی په حج کی یې ګډون کړی وو ، په غدیر خم کی راغونډ اوپه دغه ځای کی یې حضرت امام علی علیه سلام د خداوند متعال له لوری د خپل وصی ، ورور او ځای ناستی په توګه معرفی کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2019 00:21 Asia/Kabul
  • د عیدغدیرپه مناسبت زمونږ مبارکی ومنئ

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص له خپل وروستی حج په ستنیدا کی هغه درست مسلمانان چی په حج کی یې ګډون کړی وو ، په غدیر خم کی راغونډ اوپه دغه ځای کی یې حضرت امام علی علیه سلام د خداوند متعال له لوری د خپل وصی ، ورور او ځای ناستی په توګه معرفی کړ .

 

نن د ۱۴۴۰ قمری کال د ذی الحجې ۱۸ چی د ۲۰۱۹ میلادی کال د اګست له ۲۰ نیټې سره سمون خوری ، د مسلمانانو د ستر اختر غدیر خم نیکمرغه ورځ ده .

غدیر خم مکې او مدینې ترمینځ  د یوی سیمې نوم دې چی د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص په حجه الوداع کی حضرت امام علی ع له ځان وروسته ولی اعلان کړ.

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص له خپل وروستی حج  په ستنیدا کی هغه درست مسلمانان چی په حج کی یې ګډون کړی وو ، په غدیر خم کی راغونډ اوپه دغه ځای کی یې حضرت امام علی علیه سلام د خداوند متعال له لوری د خپل وصی ، ورور او ځای ناستی په توګه معرفی کړ .

د اسلام عظیم الشان پیغمبر د غدیر خم په مهمه وینا کی وفرمایل ، من کنت مولا فهذا علی مولا ، یعنی هر کس چی زه یې مولا یم ، له ما وروسته علی د هغو مولا دې .

Image Caption

 

عیدغدیر خم چی په اسلامی روایتونو کی عبدالاکبر بلل شوی دی ، د درستو الهی دینونو د اختر په توګه نمولې شو ځکه چی په دغه ورځ د درستو الهی پیغمبرانو د زحمتونه نتیجې ته رسیدلی دی .

د اسلامی ایران مسلمان ولس په دغه ستر اختر په مذهبی ځایونو کی د بیلا بیلو جشنونو په ترسره کولو سربیره د سیدانو لیدو ته ورځی .

د ایران د راډیو او ټیلی ویژیون ادارې درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته د زړه له تله مبارکی وړاندی کوی .