ایران د انګلستاني کشتۍ اووه خدمه آزادوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84420-ایران_د_انګلستاني_کشتۍ_اووه_خدمه_آزادوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو انساندوستانه سیاستونو په دوام کښې د دغې کشتۍ اووه تنه خدمه خوشې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 04, 2019 12:56 Asia/Kabul
  • ایران د انګلستاني کشتۍ اووه خدمه آزادوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو انساندوستانه سیاستونو په دوام کښې د دغې کشتۍ اووه تنه خدمه خوشې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران په سمندري حدودو کښې د انګلستان د نیول شوې تیلي کشتۍ وروستۍ حالت ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو انساندوستانه سیاستونو په دوام کښې د دغې کشتۍ اووه تنه خدمه خوشې کوي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي نن په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د بریطانیې د نیول شوې کشتۍ له کپتان او نورې عملې سره هیڅ ستونزه نه لري، زیاته کړه: کله چې دغه کشتۍ ونیوی شوه نو خدمه یې هم ونیوی شول خو له ضروري تحقیقاتو وروسته ایران د خپلو انساندوستانه سیاستونو له مخې پریکړه وکړه چې د دغې کشتۍ ځینې کارکونکي پریږدي.

موسوي څرګنده کړه چې دغه کسان ډیر زر کولی شي چې له ایران څخه خپلو هیوادونو ته لاړ شي چې زیاتره په کښې هندي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه چې په ایران کښې د انګلستان د تیلي کشتۍ د قانون ماتونې قضايي مراحل او حقوقي څیړنه روانه ده.