په ایران احسان مه کوئ یوازې خپلې ژمنې پوره کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84446-په_ایران_احسان_مه_کوئ_یوازې_خپلې_ژمنې_پوره_کړئ
د ایران خارجه وزیر: د ایټمي موافقې اروپايي لوري دې په ایران احسان نه کوي بلکې هیله دا ده چې هغوي خپلې برجامي ژمنې پوره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2019 03:18 Asia/Kabul
  • په ایران احسان مه کوئ یوازې خپلې ژمنې پوره کړئ

د ایران خارجه وزیر: د ایټمي موافقې اروپايي لوري دې په ایران احسان نه کوي بلکې هیله دا ده چې هغوي خپلې برجامي ژمنې پوره کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا د ایران د برجامي ژمنو د کمولو د دریم ګام له اعلان وروسته د اروپایانو د دریځنیونو په غبرګون کښې وویل: د ایټمي موافقې اروپايي لوري دې په ایران احسان نه کوي بلکې هیله دا ده چې هغوي خپلې برجامي ژمنې پوره کړي.

محمد جواد ظریف د انډونیشیا پلازمینې جکارتا ته له رسیدو سره سم د خبریالانو په ټول کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اروپایانو د ایټمي موافقې په وړاندې یولړ ژمنې کړې دي، څرګنده کړه: دا ژمنې نه په امریکې پورې اړه لري او نه د امریکې په اجازې پورې.

ظریف زیاته کړه: اروپایان باید دې نتیجې ته ورسیږي چې که د خپلو کړو ژمنو د پوره کولو لپاره له امریکې اجازه غواړي نو امریکا ورته هیڅکله دا اجازه نه ورکوي.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني وړمه شپه د ایران د درې ګونو قوانو د مشرانو له غونډې وروسته ویلې وو چې اسلامي ایران به له جمعې ورځې څخه د خپلو برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام پورته کړي.