ظریف پمپئو ته: آیا د متمدن په معنا پوهیږې؟
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: آیا"متمدن" د واده په مراسمو کښې د بیګناه خلکو د وژلو لپاره د ډرون الوتکې د لیږلو معنا ورکوي؟
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې خارجه وزیر ته په خطاب کښې په دې پوښتنې سره چې آیا د متمدن په معنا پوهیږې؟ زیاته کړه: آیا"متمدن" د واده په مراسمو کښې د بیګناه خلکو د وژلو لپاره د ډرون الوتکې د لیږلو معنا ورکوي؟
د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ د برجامي ژمنو په کمولو کښې د ایران د دریم ګام په غبرګون کښې په خپل ټویټ کښې لیکلې وو: انګلستان، فرانسه او جرمني او په حقیقت کښې د دنیا ټول متمدن ولسونه به د ایران د ایټمي کلنګ د مخنیوي لپاره پریکنده اقدامات وکړي.
د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر اکاونټ کښې د پمپئو د دغو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: آیا متمدن په آزادو سمندرونو کښې د ډاکه مارۍ معنا ورکوي؟ یا شاید د غیرانساني جنګونو د جوړولو لپاره په سیمه کښې د وژونکو وسلو د غورځولو؟
د ایران خارجه وزیر په خپل ټویټ کښې زیاته کړې: یا متمدن هغه زرګونه کاله مخینه لرونکی ولس دی چې له پيړیو راهیسې یې په چا حمله نه ده کړې؟
ظریف له دې مخکښې په یو بل ټویټ کښې په دې خبرې سره چې (مسټر پمپئو، کلنګ څه ته وايي؟ لیکلې وو: آیا کلنګ هم هغه د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي او د هغه هغه کس سزا کول دي چې د دغه پریکړه لیک خیال ساتي؟
د ایران خارجه وزیر هم داشان په دې خبرې سره چې شاید هم کلنګ اخیستل، د ایران ته نه تسلیمیدو په بڼه کښې د دې هیواد په خلکو د لوږې مسلط کول دي؟ زیاته کړه: دا کلنګ غوښتل دي او که د ایټمي موافقې مطابق قانوني جبیره ناک اقدامات؟