د سیمې د خلکو مقاومت له عاشورا اخیستل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84598-د_سیمې_د_خلکو_مقاومت_له_عاشورا_اخیستل_شوی_دی
حجت الاسلام والمسلمین ابوترابی فرد پر دې په ټینګار سره چی مسلمانان باید خپل دښمن وپیژنی جوته کړه امریکا او مستکبران د مقاومت د جبهې په بریالیتوبونو اندیښمن دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2019 10:12 Asia/Kabul
  • د سیمې د خلکو مقاومت له عاشورا اخیستل شوی دی

حجت الاسلام والمسلمین ابوترابی فرد پر دې په ټینګار سره چی مسلمانان باید خپل دښمن وپیژنی جوته کړه امریکا او مستکبران د مقاومت د جبهې په بریالیتوبونو اندیښمن دی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  حجت الاسلام سید محمد حسن ابوترابی فرد د دې اونۍ د جمعې لمانځه په خطبو کی  د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی انقلاب ۴۰ کلونه کیږی چی د عاشورا په مدرسه سره یې تلپاتی فتوحات ترلاسه کړی دی ، زیاته کړه د عاشورا مدرسې د مقاومت ، دریدا او بصیرت په درس  سره د بشری ټولنو ننې کلتور په انقلابی ، مقاوم او بریالی کلتور بدل کړی دی .

حجت الاسلام والمسلمین ابوترابی فرد پر دې په ټینګار سره چی مسلمانان باید خپل دښمن وپیژنی جوته کړه امریکا او مستکبران د مقاومت د جبهې  په بریالیتوبونو اندیښمن دی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د ایران پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ته په اشارې سره جوته کړه ایران  به له عاشورا پیښې په درس اخیستلو سره د لویدیځ په پراخ اقتصادی جنګ کی بریالی شی .

د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه یعنې د عاشورا په ورځ د کربلا په سوځنده دښته کښې د امام حسین علیه السلام اولادونه، وروڼه، خپلوان او باوفا ملګري د یزید د لښکریانو له خوا یو په بل پسې په ډیر ظلم سره او د درې ورځنۍ تندې په حالت کښې شهیدان شول .

حضرت امام حسین علیه سلام د کربلا په پیښه کی په جوته ټینګار وکړ زما هدف د اسلامی ضد حکومت رسوا کول ، امر به معروف و نهی از منکر  ، د سوچه محمدی  (ص )اسلام ژوندی ساتل او د ظلم او زیاتی په وړاندی دریدا ده .