د ایران د وږی د ۲۴ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84638-د_ایران_د_وږی_د_۲۴_نیټې_ځینې_مطبوعات
د یمن انصار ا... غورځنګ بی پایلیټه الوتکو د عربستان په ارامکو تیلی تاسیساتو سخته حمله کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2019 08:15 Asia/Kabul
  • د ایران د وږی د ۲۴ نیټې ځینې مطبوعات

د یمن انصار ا... غورځنګ بی پایلیټه الوتکو د عربستان په ارامکو تیلی تاسیساتو سخته حمله کړی ده .

 

کیهان

د یمن مبارزانو په عربستان کی د ال سعودو په تر ټولو ستر تیلی چڼ ځای حمله وکړه او رویټرز هم لیکلی دی چی د عربستان د تیلو صادرات نیم شو . ورځپاڼه لیکی چی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل: د یمن د پوځ او ولسي مبارز ځواک ډرون یونټ په لسو بې پایلټه الوتکو سره د بقیق او خریص د تیلو چڼځي په نښه کړل.

هغه زیاته کړه چې د یمن د پوځ دغه ډرون عملیات د دفاعي عملیاتو په لړ کښې او د یمن د ولس خلاف د تیري ګرو د جنایتونو په غبرګون کښې شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا عملیات د عربستان دننه د یمني ځواکونو ډیر ستر عملیات دي او له دقیقې اطلاعاتي څارنې او د عربستان دننه د شریفو او پتمنو کسانو په ملګرتیا سره یې بڼه نیولې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم داشان ټینګار وکړ: د تیري ګرو د حملو او د یمن د ولس د کلابندۍ د دوام په بڼه کښې د دې هیواد راتلونکي عملیات به لاپراخ او ډیر دردناک وي.

د ایران سرې میاشتې کشمیر ته د بشر دوستانه مرستو د ورلیږلولپاره چمتوالی اعلان کړ .

 

وال سټریټ ژورنال لیکلی دی ، ټرمپ له جنرال السیسی سره د کتنې په درشل کی ویلی دی ، زما د خوښې دیکتاتوره چیرته یی ؟

لویدیځ له ۳۷ کلونو وروسته په صبرا او شتیلا کی په نسل ختمونې اعتراف وکړ .

په سوریه کی د القاعدې ډله په بشپړه له مینځه وړل شوی ده .

د ایران د والي بال ملي ټیم د آسیا د اتلولۍ د سیالیو په دویمه ورځ د قطر ملي لوبډلې ته درې پر صفر ماتې ورکړه.

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف له امریکا د صیهونیسټ رژیم د جاسوسي د راپور خپریدا ته په اشارې سره ویلی دی امریکا د نتانیاهو په شان د ملګری په درلودلو سره دښمن ته اړتیا نلری .

د یمن انصار ا... غورځنګ بی پایلیټه الوتکو د عربستان په ارامکو تیلی تاسیساتو سخته حمله کړی ده .

 

غزه کښې د صهیونیسټي رژيم یو جاسوسي ډرون نسکور کړی شو . فلسطیني سرچینو ویلې دي چې د صهیونیسټي رژيم دغه جاسوسي ډرون د فلسطین د آزادۍ لپاره د خلق جبهې د پوځي څانګې شهید ابوعلي مصطفی د کنډکونو سنایپرانو ویشتې او نسکور کړی یې دی .

 

ایران د کشمیریانو مرستې ته چمتو دی .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د ادارې مشر د پاکستان د سرې میاشتې د ادارې مشر او د هندوستان د سره صلیب مشر ته په دوو جلاجلا لیکونو کښې، په کشمیر کښې زیانمن شویو ملکي وګړو ته د انساندوستانه مرستې رسولو په لړ کښې خپل چمتو والی اعلان کړ.

علي اصغر پیوندي په دغه لیک کښې څرګنده کړې ده: د کشمیر کړکیچ او په دغې سیمې کښې رامینځته شوې وروستي بدلونونه د ملکي وګړو د حالت په لړ کښې د ډیرو اندیښنو د رامینځته کیدو سبب شوې دي.

پیوندي په دې دوو لیکونو کښې لیکلې دي: د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنه د نړیوال غورځنګ د یو غړي په توګه او هم داشان د خپلې دندې او ماموریت له مخې، د کشمیر له زیان لیدلو خلکو سره مرستې ته خپله ژمنتیا اعلانوي.

د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د آګست په پنځمه نیټه د کشمیر د ځانګړې خودمختارۍ د ختمولو په اعلان سره په دغې سیمې کښې د معترضو کشمیریانو ځپلو ته مخه کړې ده او د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ په شپو ورځو کښې یې دغه ځپنه او کرفیو لاسخته کړې ده.

حسین امیر عبداللهیان وایی نتانیاهو د قدرت په ډګر کښې د پاتې کیدو لپاره، له وخته مخکښې د اسرائیلو له نابودۍ سره ستره مرسته کوي .

 

د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه  د امریکاګواښونو او د ایران د تیلو د اخیستو په هکله په نورو هیوادونو باندې یې دباؤ ته په اشارې سره وویل: امریکا ونه توانیدله چې د ایران د تیلو صادرات صفر ته ورسوي.

 

د ایران داسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی په بیشکک کښې د قیرغیزستان له لومړی وزیر محمد قالی عبدالقاضی اف سره په کتنې کښې امریکا د نا باور وړ وبلله او ویې ویل د سیمې هیوادونه له یوبل سره د ښو اړیکو په لرلو سره د ټولو لپاره سوله اوامنیت ډالۍ کولای شی .