موسوي: ايران په سيمه کښې تاوتريخوالے نه غواړي
د ايران د اسلامي جمهوريت وياند په دې باندې په تاکيد سره چې ايران په سيمه کښې تاوتريخوالے نه غواړي وويل، ايران په کافي اندازه قوت لري چې که يو کار وکړي نو ذمه واري يې هم په غاړه اخلي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي له العالم نړيوال چېنل سره په مرکه کښې نن خپره شوه د سعودي په تيلي تاسيساتو په حملو کښې د ايران د رول په اړه د امريکائي چارواکو تور لګونې په اشارې سره وويل، د دغه تور يو دليل د يمن د مظلوم ولس په دفاعي قوت باور نه لري دي.
هغه په يمن کښې په ماشومانو، روغتونونو او مدرسو باندې د سعودي تيريګر ائتلاف جنايت او د دغو جنايتونو په اړه د نړيوالې ټولنې خاموشۍ ته په اشارې سره واضحه کړه چې د يمن مظلوم ولس پکار دي په هرې وسيلې سره د ځان دفاع وکړي چې تيري ګر مخه ونيسي.
موسوي په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه کښې له خپل نفوذه د سيمې د خلقو د ګټو او د امنيت او ثبات د رامنځته کېدو لپاره استفاده کوي زياته کړه، هغه زحمتونه چې د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره کړي دي په سيمه او نړۍ کښې د ټولو هېوادونو په ګټه دي.