امریکې ته د عربونو تیل د هغوي له وینې ډیر مهم دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84728-امریکې_ته_د_عربونو_تیل_د_هغوي_له_وینې_ډیر_مهم_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د یمن د جنګ په وړاندې د امریکې سیاست د واشنګټن لپاره د انسانانو د وینې په نسبت تیلو ته د ترجیح ورکولو نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 20, 2019 00:30 Asia/Kabul
  • امریکې ته د عربونو تیل د هغوي له وینې ډیر مهم دي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د یمن د جنګ په وړاندې د امریکې سیاست د واشنګټن لپاره د انسانانو د وینې په نسبت تیلو ته د ترجیح ورکولو نښه وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر تیره شپه په خپل یو ټویټ کښې د یمن د جنګ په وړاندې د امریکې سیاست د واشنګټن لپاره د انسانانو د وینې په نسبت تیلو ته د ترجیح ورکولو نښه وبلله.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې محمد جواد ظریف په خپل ټویټ کښې په دې خبرې سره چې امریکې د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې د یمنیانو له وروستي ډرون برید نه تر مخکښې پورې د یمن د کړکیچ په وړاندې د چپتیا سیاست غوره کړی و، څرګنده کړه: د عربانو د تیلو په وړاندې د عربانو وینه، د امریکې د سیاست الف، ب دي.

ظریف په دغه ټویټ کښې ولکل: د عربو د تیلو په وړاندې د عربو وینه، د متحده ایالاتو د سیاست بنیاد: پر یمن څلور کلنه ړنده بمباري، د یو لاک یمنیانو وژل کیدل، د ۲۰ میلیونو یمنیانو خوارځواکي او لوږه، په وبا باندې د ۲۳ میلیونو یمنیانو اخته کیدل، جنیاتکارانو ته د شنه څراغ او د عمل د آزادۍ ورکولو نتیجه ده او د تیلو په زیرمو باندې د یمنیانو غچ اخیستونکې حمله د نه منلو جنګي اقدام دی.