د ایران د تلې د اتمې نیټې ځینې مطبوعات
د یمن انصار ا... غورځنګ د نجران سترو عملیاتو ته په اشاری سره ویلی دی چی د ال سعودو او امریکا د بدماشۍ پړاو نور ختم شوی دی .
جمهوری اسلامی
د ایران د درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم دیمن د وسله وال ځواک او ولسی کمیټیو په وسیله د نصر من ا... د عملیاتو د بریاو انځورونه او راپورونه چاپ کړی دی .
د یمن دملی نجات حکومت د اطلاعاتو وزیر ضیف ا.... الشامی له ا لمیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې د یمن مظلوم ولس ته په نصرٌ من ا... نومی پوځی عملیاتو کې دبریالیتوب مبارکی وئیلی او روښانه ئې کړې ده ، سعودیان دې پوه شی چې که په یمن تیریو ته دوام ورکړی ،نو د دوی حملې او ځوابونه به نوره هم سخت وی.
په عین حال کې دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ و یندوی محمد عبدالسلام هم وئیلی دی ، د نصر من ا... عملیات په درستو سویو کې د سعودیانو لپاره یولړ درسونه درلودل .
همداراز د یمن دپوځ ویندوی یحیی سریع هم وئیلی دی ،د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د نصر من ا... دعملیاتو لپاره له شپږو میاشتو راهسې اطلاعاتی او پیژندونکی فعالیتونه او پلانونې کړی وې . هغه زیاته کړی ده ، دغه عملیات په څو میاشتو کې په دقیقې څارنې او اطلاعاتو سره ترسره شوی او د یمن دپوځ بیلابیلو یونټونو پکې برخه اخستې ده .
راپورښئ په دغو عملیاتو کې د سعودی عربستان په زرګونو پوځیان او تالی څټی هلاک اوټپیان شوی دی او دغه راز کابو دوه زره ژوندی نیول شوی او د هغوی په سلګونو ټانکونه ،تجهیزات ،پوځی ګاډی اونور وسایل هم په غنیمت اخیستلی دی .
د افغانستان د انتخاباتو په ورځ د حملو په نتیجه کی ۴۰ کسان مړه او ۲۰۰ ژوبل شوی دی .
د اسلامی ا یران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وئیلی دی د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډو تر څنګ د ایران ډیپلوماټیک فعالیتونو د نړۍ دزیاترو هیوادونو دچارواکو لپاره له امریکا سره اړونده ډیرې دسیسې او موضوعګانو روښانه کړی دی .
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د یوې ترهګرې بمي چاودنې له امله درې تنه مړه شوي او دیارلس نور زخمي شوې دي.
د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسی پلوسی په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، د اوکراین له ولسمشر سره د ډونالډټرمپ دمکالمې له خپریدو وروسته اوس عمومی افکار د ټرمپ دمواخده کولو لپاره دڅیړنو اوارزونو غوښتنه کوی .
جوان
دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د عربستان د ولیعهد بن سلمان او د امریکا د ولسمشر ټرمپ انځور چاپ کړی دی او په غټو ټکیو یې لیکلی دی ، بن سلمان تسلیمدو ته چمتو ، ټرمپ د استیضاح په ویره کی .
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نښتې له امله څلور تنه وژل شوې دي . د هندوستان حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې د اعتراضونو په وجه په دغې سیمې کښې محدودیتونه لاسخت کړې دي .
د عربستان د باچا د ساتونکی قتل په یوه کال کی د قتل دوهمه شکمنه دوسیه ده . دسعودی عربستان د پاچا ملک سلمان شخصی ساتونکی جنرال عبدالعزیز الفغم په شکمن ډول په ډزو له لګیدو وروسته د جده په فیصل روغتون کې ساورکړه .
دسعودی عربستان خبرو سرچینو وئیلی دی ، جنرال الفغم په پیل کې د ملک عبدا... بن عبدالعزیز شخصی محافظ ؤ او دهغه له مړینې وروسته هم د ملک سلمان ساتونکی ؤ .
عکاظ ورځپاڼې هم د جنرال الفغم د هلاکت دخبر په اعلانولو سره لیکلی دی ، هغه په شکمنو شرائطو کې وژل شوی دی . او شخړه ئې په شخصی لانجې کې رامینځة شوی دی ، خو د یمن د انصار ا ... ولسی مبارز غورځنګ په یوې اعلامیې کې د جنرال الفغم د هلاکت مسئولیّت منلی او وئیلی ئې دی ، دیمن پوځ او ولس نور له دفاعی حالته وتلی او د عربستان یو ځای هم د هغوی له شیشته بهر نه دی او دسعودی عربستان د ننه به خپلو عملیاتو ته هماغه راز دوام ورکړی .
دعربستان دزرګونوتیریګرونیول کیدا دمقاومت دجبهې داقتدارنښه ده . د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین سردار علی فدوی په یولړ دستورو کې د یمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د مبارزانو په وسیله دعربستان په خاورې کې د سعودی عرب او دهغو دمتحدانو د زرګونو پوځیانو نیول کیدا ته په اشارې سره وئیلی دی ، دغه اقدام د مقاومت دجبهې د مبارزانو د اقتدار او د دیمن دپوځی ځواک د دفاعی قدرت یوه څرګنده بیلګه ده.
کیهان
د یمن انصار ا... غورځنګ د نجران سترو عملیاتو ته په اشاری سره ویلی دی چی د ال سعودو او امریکا د بدماشۍ پړاو نور ختم شوی دی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف له این بی سی چینل سره په مرکه کی ویلی دی ټرمپ یوازې له ایرانی چارواکو سره کتنې ته دلچسپۍ لری د کتنې له محتوا سره کار نلری .
فارن پالیسی مجلې لیکلی دی ، باید له ایران سره جنګ ونشی ، امریکا په ارامکو د حملې پیغام ترلاسه کړی دی .
د ایران داسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی مشر سردار سلامی ویلی دی سپاه به د اربعین د لاریون د پرتمین ترسره کولو لپاره هڅه وکړی .
په امریکا کی د یوې نظر غوښتنې نتیجې ښی چی د امریکا په دریو کی یوه برخه محصلین ویره لری چی ووژل شی .
د ملک سلمان د شخصی ساتونکی قتل ، ایا جنرال الفغم هم د جمال خاشچی له برخلیک سره مختامخ شوی دی ؟
د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له ۵۷ ورځنی کلابندۍ وروسته د نیول شویو کسانو شمیر څه د پاسه دیارلس زره تنه دی چی پکی څوارلس ، پنځلس کلن ځوانان هم شامل دی .
د سوریې خارجه وزیر ولید المعلم وایی سوریه او عراق د ترهه ګرۍ او بهرنیو لاس وهنو پرضد په یوه مورچه کی جنګیږی .
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د خلکو په کم ګډون او زیاتو تلفاتو سره ترسره شوی دی .