اروپائی اتحادیه باید جامعه نړیواله ایټمی موافقه وساتی
د اسلامی ایران اړونده چارواکو د ایران د ایټمی موافقې د ګټو دتامینولو لپاره د نړیوالې ایټمی موافقې د اروپائی لاسلیک کونکو د ژمنو د نه پوره کیدا او دسټراټژیک صبر له یو کال وروسته په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې ژمنې ګام په ګام کمول پیل کړی دی او دوه مهم ګامونه ئې پورته کړی او که په ټاکلی وخت کې اروپائی لوری خپلې ژمنې پوره نه کړی ،نو دخپلو ژمنو دکمولو دریم ګام به هم په جدیّت سره پورته کړی .
د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست نوی مسئول جوزف بورل چې ټاکل شوې ده،زر د میرمن فډریکا موګرینی جانشین شی ،بیګا ئې د اروپائی پارلیمان په غونډې کې پخپلو څرګندونو کې له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې په ملاتړ سره وئیلی دی ،باید دغه نړیواله موافقه دخپل امنیت او دګټو ددفاع لپاره وساتل او له خطرناکو پیښو ډډه و کړائ شی .
جوزف بورل ټینګار کړی،د نړیوالې ایټمی موافقې ساتل په اروپائی اتحادئې کې دسیاسی اتحاد لپاره حیاتی چاره ده .
داپه داسې حال کې دی چې د اسلامی ایران اړونده چارواکو د ایران د ایټمی موافقې د ګټو دتامینولو لپاره د نړیوالې ایټمی موافقې د اروپائی لاسلیک کونکو د ژمنو د نه پوره کیدا او دسټراټژیک صبر له یو کال وروسته په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې ژمنې ګام په ګام کمول پیل کړی دی او دوه مهم ګامونه ئې پورته کړی او که په ټاکلی وخت کې اروپائی لوری خپلې ژمنې پوره نه کړی ،نو دخپلو ژمنو دکمولو دریم ګام به هم په جدیّت سره پورته کړی .