ایران دعلم په تولید او څیړنې کې نړۍکې شپاړسم مقام لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85491-ایران_دعلم_په_تولید_او_څیړنې_کې_نړۍکې_شپاړسم_مقام_لری
د ایران د روغتیائی او ټیکنالوجیکی او څیړنیزو چارو مرستیال وزیر هیله ښودلې چې دطبی سائنس پرمختګونه په داسې لارې کې حرکت کوی ،څو د نه خوریدونکو ناروغیو چې غټیدا یا چاغی ، بې خوځښتوالی ، د وینې لوړفشار یا هائی بلډ پریشر او د جنټیک نیمګړتیاوې ئې عامل دی ، مخنیوی وشی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 26, 2019 15:33 Asia/Kabul
  • ایران دعلم په تولید او څیړنې کې نړۍکې شپاړسم مقام لری

د ایران د روغتیائی او ټیکنالوجیکی او څیړنیزو چارو مرستیال وزیر هیله ښودلې چې دطبی سائنس پرمختګونه په داسې لارې کې حرکت کوی ،څو د نه خوریدونکو ناروغیو چې غټیدا یا چاغی ، بې خوځښتوالی ، د وینې لوړفشار یا هائی بلډ پریشر او د جنټیک نیمګړتیاوې ئې عامل دی ، مخنیوی وشی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د اسلامی ایران د روغتیا وزارت د ټیکنالوجیکی  او څیړنیزو چارو مرستیال  رضا ملک زاده نن په یولړ څرګندونو کې  د علم په تولید او د څیړنو په برخې کې  په مینځنی ختیځ سیمې کې د لومړی مقام  او  د نړۍ په درستو هیوادونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د شپاړسم  مقام د ګټلو خبر ورکړ .

  رضا ملک زاده وئیلی دی،دعلم پر تولید اوهغو هلوځلو سربیره چې د طبی تجهیزاتو او درملو په تولید کې د ماډرنولو او ټیکنالوجۍ په برخې کې  کیږی ،د ښاریزو دسلامتیا لوړتیا   د روغتیائی  چارو د وزارت په لومړیتوب کې  ده .

  هغه همداراز زیاته کړې ده هغه محدودیتونه دې چې په ایران کې د امریکا دغیر قانونی او یواړخیزو بندیزونو په دلیل رامینځةشوی،په مناسبو پانګونو سره په بریالیتوب او فرصتونو بدل شی .