د لبناني قبيلو، ګوندونو او شخصيتونو په يووالي د ايران تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85564-د_لبناني_قبيلو_ګوندونو_او_شخصيتونو_په_يووالي_د_ايران_تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د لبنان د روانو حالاتو او د دغه هېواد د وزيراعظم د استعفاء په ردعمل کښې اميد څرګند کړ چې د لبنان ملت او حکومت به دغه مهمه او حساسه دوره په کاميابۍ او يو زړۀ توب سره تېره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2019 04:27 Asia/Kabul
  • د لبناني قبيلو، ګوندونو او شخصيتونو په يووالي د ايران تاکيد

د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند بېګا د لبنان د روانو حالاتو او د دغه هېواد د وزيراعظم د استعفاء په ردعمل کښې اميد څرګند کړ چې د لبنان ملت او حکومت به دغه مهمه او حساسه دوره په کاميابۍ او يو زړۀ توب سره تېره کړي.

د پارس ټوډے خبري آژانس د رپوټ له مخې سيد عباس موسوي د لبنان دوست او ورور هېواد په ثبات او قرارۍ باندې په تاکيد سره وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د لبنان د ثبات او امنيت د ساتنې او په آرامه فضاء کښې د دغه هېواد د خلقو د روا غوښتنو د پوره کېدو لپاره د لبناني قبيلو، ګوندونو او شخصيتونو په پيوستون، يووالي او يوزړۀ توب تاکيد لري.

د لبنان وزيراعظم سعد الحريري پرون د دغه هېواد د خلقود احتجاجونو په ديارلسمه ورځ په يو اخباري کانفرنس کښې د خپلې او د لبنان د حکومت استعفاء اعلان کړه.

الحريري چې په لبنان کښې د احتجاجونو د شروع کېدو له وخت نه يې د دويم ځل لپاره د احتجاج کونکو لپاره وېنا کوله وويل، هغه بندون ته رسېدلے دے او خپله استعفاء ولسمشر مېشل عون ته وړاندې کوي.

سعودي له دې مخکښې اعلان کړے ؤ چې دسعدالحريري له استعفاء څخه ملاتړ کوي.

خو د لبنان د حزب ا... مشر سيد حسن نصرا...د الحريري له استعفاء سره د مخالفت ترڅنګه د خلقو په وړاندې د لبناني چارواکو د ذمه واري قبلونې په لازموالي تاکيد کړے ؤ.

لبنان د اکتوبر د روانې مياشتې له اولسمې نېټې څخه د ټېکسونو په حالت او اقتصادي بحران باندې په اعتراض کښې د خلقو د احتجاجي مظاهرو کتونکے دے.