د ایران د لړم د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ د عراق او لبنان د بلواګانو تر شا د لویدیځ استخباراتی ادارې او د مرتجعو هیوادونو پیسې دی .
جمهوری اسلامی
د ایران درستو ورځپاڼو د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د خاتم الانبیاء هوا فضا دفاعی نظام په پوهنتون کې د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ د افسری پوهنتونونو د محصلینو د فارغ التحصیلانو او لوړې په ګډو اولسمو دستورو کې ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی . نوموړی ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ په دې هکله په غټو ټکیو کی د رهبرۍ د ستر مقام له قوله لیکلی دی چی د دښمن له خوځښتونو غفلت ونکړئ .
د رهبرۍ ستر مقام دسیمې له ځینو هیوادونو د امنیت دزبیښلو لپاره د د ښمنانو پلانونې ته په اشارې سره وفرمائیل ، دعراق او لبنان زړه سواندی دې پوه شی ، د دوی اصلی لومړیتوب ، د ناکراریو درملنه ده او ددغو هیوادونو خلک دې هم پوه شی ، چې د هغوی په حقه غوښتنې، یوازې د قانونی جوړښتونو په چوکاټ کې د تامین وړ دی .
د اسلامی ایران ددرستو قواؤ ستر قوماندان په دغو دستورو کې وفرمائیل ؛د خباثتونو او خطرناکو کینو عاملان ، پیژندل شوی دی او ددغو پیښو ترشا ،د سیمې د ځینو مرتجعو هیوادونو په مالی ملاتړ سره د امریکا او لویدیځ استخباراتی ادارې دی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په یوه هیواد تر ټولو ستر ګوزار، د هغه د امنیت سلبول وبلل او روښانه ئې کړه،دښمنانو دغه شان تفکر او نظر د ایران لپاره هم د رلودل،خو د ایران ملت په هوښیارتیا او ځیرتیا سره په موقعې په ډګر کې شتون درلود او وسلوال ځواک هم تیار ؤ او هغه دسیسه ئې شنډه کړه .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تیرې یوې پیړۍ کې په هند براعظم، ختیځی او لویدیځی آسیا او شمالی او مرکزی افریقا کې د انګریز،فرانسوی او امریکائی پوځونو ځینو جنایتونو ته په اشارې سره ،ووئیل ؛د استعماری قدرتونو د پوځونو اصلی مسئولیّت په نورو هیوادونو تیری ، غصبول او ګوزار ورکول دی ، خو د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ په منطق او فلسفې کې ،ددې په ترڅ کې چې دفاع پخپل ځای کې پیاوړی اوقدرتمنه ده ، خو تیری هیڅ ځایګئ نه لری .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په ۳۳ورځنی او ۲۲ورځنی جنګونو او همداراز په اوه ورځنی جنګ کې د حزب ا... غورځنګ د ځوانانو او د فلسطینیو میړنیو ځوانانو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د دومدارې ناکامۍ ، د الهی ژمنو دپوره کیدا عینی بیلګې وبللې او زیاته ئې کړه ، په لویدیځی آسیا سیمې کې د استکبار ناکامی ، له ډیرو زیاتو لګښتونو او په دغو ماتو د هغوی له خپلو اعترافاتو سره سره ، د الهی ژمنو د پوره کیدا نوره مثالونه او بیلګې دی .
د ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان ټینګاروکړ ، په غزې کې د بیرته ستنیدا د حق لاریونونه به ، یوه ورځ خپل ټاټوبی ته د فلسطنیانو د بیرته ستنیدا سبب شی .
ورځپاڼه په یوه بل ځای کی لیکی چی په لبنان کی د سعد حریری له استعفا سره سره په دغه هیواد کی مظاهرې دوام لری .
د هندوستان دولت نن د جمو و کشمیرایالت تقسیموی .
د ایران خارجه وزیر ظریف وویل له نړیوالو قدرتونو سره ایټمی خبرو اترو ته چمتو یو خو د امریکا زورویونکی سیاست نه منو .
د انګلستان حکومت له وار مخکی انتخاباتو سره موافقت وکړ .
د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په پارلیمان کی د شتون لپاره شرط کیښوده .
ایران ، ترکیې او روسیې یو ځل بیا د سوریې په مځکنی بشپړتیا ټینګار وکړ .
کیهان
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ د عراق او لبنان د بلواګانو تر شا د لویدیځ استخباراتی ادارې او د مرتجعو هیوادونو پیسې دی .
په کالیفرنیا کی د پراخې اور لګیدنې دوام او د حکومت له بې کفایتۍ د امریکا خلک غوسه شوی دی .
په ویانا کښې دیره په نړیوالو موسسو کښې د ایران دائمی استازی او سفیر کاظم غریب ابادی د نوی مشر په پړاو کښې د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس په بې طرفۍ او خپلواکۍ ټینګار وکړ.
نیشنل اینټرسټ مجلې خبردارې ورکړ د امریکا د پور بم د چاودیدا په درشل کی دې .
په درستې نړۍ کې د صیهونیسټ رژیم سفارتونه او کونسلیټونه د اقتصادی مشکلاتو او کاربندیز په دلیل چټی شول .
د ال سعودو تر حکم لاندې لس زره سوډانی عسکرو د یمن جنګ پریښوده .
په امریکا کی د نیول شویو کډوالو ماشومانو شمیر له ۷۶ زرو واوښته .
ترکیې په عربستان او متحده اماراتو نیوکه وکړه . د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په بیلابیلو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعګانو کښې د متحده عربی اماراتو او د سعودی عربستان په دریځونو نیوکې سره وویل په یمن د پوځی حملې په خاطر له سعودی عربستان څخه باید پلټنه وشی .
له اروپایی اتحادیې وتل لندن ته ۷۰ میلیارډه پونډه تاوان رسوی . د بریتانیا د ملی اقتصاد او ټولنې موسسې وویل د لومړی وزیر بوریس جانسن د حکومت دنوی موافقې پراساس له اروپایی اتحادیې د لندن وتل به د انګلستان اقتصاد ته اویا میلیارډه سټرلینګ پونډه تاوان ورسوی .
ماسکود امریکایی ځواکونو تر حفاظت لاندې د سوریې د تیلو د قاچاق اسناد خپره کړل .
جوان
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی غلیم د مسولانو او خلکو د محاسباتو د بدلولو لپاره پروګرام لری .
د امریکا دولسمشر ټرمپ استیضاح نن قطعی کیږی .
د لبنان مستعفی لومړی وزیر حریری د ټیکنوکراټ حکومت غوښتنه وکړه .
د عربستان عسکرو په قطیف سیمې یرغل کړی . د سعودی عربستان امنیتی ځواکونو په پوځی ګاډو او تجهیزاتو سره د القطیف سیمې په «جیره تاروت» سیمه کښې د شهید زاهر البصری په کور حمله وکړه .
د سعودی عربستان پوځیانو د تیر میلادی کال د جولاۍ په دوهمه نیټه هم د شهید زاهر البصری په کور چې د ۲۰۱۷ میلادی کال په اوړی کښې اعدام او پانسی شوی وو حمله کړی وه .
دعربستان په القطیف سیمه کښې العوامیه ښار چې اکثره ښاریز یې شیعیان دی تل د ال سعود رژیم له ظلمونو او توپیر سره مخا مخ دی او په دغه ښار د حکومتی عسکرو په حملو کښې تراوسه په لسګونو زره کسان وژل شوی او په سلګونو ښاریز ،مدنی او سیاسی فعالان نیول شوی هم دی چې برخلیک یې نه دی معلوم .
د عربستان او اماراتو ترمینځ د عدن د ویشلو موافقه نن لاسلیک کیږی .
روسیه وایی په سورئې کې د امریکا پوځی شتون غیرقانونی دی .