د امریکې له یواړخیز پالنې سره مقابله پکار ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر وړومبي مرستیال ټینګار وکړ چې د سیمه ایزو سازمانونو په پیاوړې کولو سره د امریکې له یواړخیز پالنې سره مقابله کیدی شي.
اسحاق جهانګیري نن د تاشقند په هوايي ډګر کښې خبریالانو ته وویل: د بین المللي مسائلو هواری او نړیوال مدیریت د څواړخیز پالنې له لارې ممکن او شونی دی.
هغه د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د وزیراعظمانو په اوولسمې غونډې کښې د ګډون لپاره تاشقند ته د خپل سفر په هکله څرګنده کړه: د شنګهايي ملګرتیا سازمان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ملګرتیا لپاره ډیر ستر ظرفیت لري او د دې سازمان غړي هیوادونه کولی شي چې پر دغو ظرفیتونو او وړتیاؤ باندې په ملا تړلو سره خپله ملګرتیا پراخه کړي.
د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال څرګنده کړه: تهران د شنګهايي د ملګرتیا په سازمان کښې دائمي غړیتوب ته ګروهنه لري.
جهانګیري چې په ازبکستان کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو هیوادونو د وزیراعظمانو په غونډه کښې د ګډون په موخه تاشقند ته تلی، ټاکل شوې چې په دغې غونډې کښې له وینا کولو نه علاوه له خپلو ځینو همرتبه چارواکو سره ملاقاتونه هم وکړي.
د ویلو ده چې ایران، افغانستان، منګولیا او بلاروس د دغه سازمان څارونکې غړي دي.