امریکا د ایران دملت دکلک هوډ په وړاندې لالهانده شوې ده
سید عباس موسوی وئیلی دی،د امریکا حکومت په دغو خبرو سره هغه جنایتونه چې دایران د ملت په ضد ئې کړی دی ، پټ کړی او د جلاد اوقربانی شوی ځای بدل کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی عباس موسوی د امریکا له خوا د ایران د څو حقوقی اوحقیقی شخصیتونو او مسئولانو په ضد د نوو بندیزونو په غبرګون کې ووئیل ، امریکائی واکوالان د ایران د ملت د وسپنیز او کلک هوډ په وړاندې د ناکامیو له امله د سرخوږیو د آرامولو لپاره د پوچو بندیزونو په اعلانولو سره ځان ډاډمن کوی .
د امریکا دخزانې وزارت د اسلامی ایران په ضد دخپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کې ، د ایران دنهو حقوقی شخصیتونو او یوه اورګان نامه د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیاتې کړی دی .
سید عباس موسوی د دغه ډول یو اړخیزو بندیزونو په محکومولو سره وئیلی دی و دغه ډول اقدامات یوازې د ډیپلوماټیکو اومنطقی لارو چارو څخه په استفادې کې د امریکائی رژیم دبې وسۍ او کمزورۍ نښه ده چې د نورو هیوادونو او نړیوالو مهمو موضوعګانو ته د امریکا د بدماش اوخپل سری نظر په چوکاټ کې دارزونې وړ د ی .
عباس موسوی همداراز د لړم دمیاشتې په دیارلسمه نیټه د سپینې ماڼۍ اعلامیه بې شرمه او سپیره وبلله او زیاته ئې کړه ، سپینه ماڼۍ تل په غیر ډیپلوماټیک او بې ادبه ژبې سره هڅه کوی ،د یوې تړل شوی دوسیې په پرانیستو سره تاریخ تحریف کړی .هغه په دوام کې وئیلی دی،د امریکا حکومت په دغو خبرو سره هغه جنایتونه چې دایران د ملت په ضد ئې کړی دی ، پټ کړی او د جلاد اوقربانی شوی ځای بدل کړی .