امریکاپه نړۍ کې دترهه ګرۍملاتړي پنځونکی او د شرارت مشره ده
که د جامعې نړیوالې موافقې درست لوری خپلې ژمنتیاوې پوره کړی،نو اسلامی ایران به هم خپلې ژمنتیاوې اجرا کړی .او د دغې نړیوالې ایټمی موافقې درست لوری دې پوه شی،چې ایران هیڅکله په یواړخیز ډول نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند نشی پاتیکیدلی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، داسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی عباس موسوی بیګا د امریکا د خارجه وزارت د ویندوئې مورګن اورتاګس د ایران په ضدد سپیرو خبرو په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ، آیا د هغه رژیم ددغو خبرو په آوریدو سره چې په حقیقت کې په نړۍ کې د شرارت او یو اړخیز پالنې مشری په غاړه لری ، او په نړۍ کې د ترهه ګرۍ مالی ملاتړ، پنځونکی او پشتیبان وی ، عجیبه نه ښکاری ؟
مورګن اوتاګس پرون دایران په ضد پارونکو څرګندونو کې دایران د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د ژمنتیاؤ د کمولو په اړه د څلورم ګام په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې غوښتی دی ،څو پر اسلامی ایران دباؤنه زیات کړی .
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دسه شنبې په ورځې د ایران له خوا د نړیوالې ایټمی موافقې دژمنتیاؤ د کمولو د څلورم ګام داجرا په اعلان سره په ډاګه کړې ، د ایران د ایټمی انرژۍ ادارې ته ئې حکم ورکړی ، دفردو کمپلیکس په شهید علی محمدی ایټمی تاسیساتو کې دې دیورانیمو پخول پیل کړی .
ډاکټر حسن روحانی ټینګار کړی ، د ایران څلورم ګام به هم د د مخکینیو درو ګامونو په څیر بیرته ستنیدا وړ دی ، او که د جامعې نړیوالې موافقې درست لوری خپلې ژمنتیاوې پوره کړی ، نو اسلامی ایران به هم خپلې ژمنتیاوې اجرا کړی . او د دغې نړیوالې ایټمی موافقې درست لوری دې پوه شی ، چې ایران هیڅکله په یواړخیز ډول نړیوالې ایټمی موافقې ته پابند نشی پاتیکیدلی .
د اسلامی ایران د ایټمی انرژۍ ادارې دپنجشنبې په لومړنیو دقیقو کې د ایټمی انرژۍ ډنړیوال آژانس په څارنې سره په فردو کمپلیکس کې د یورانیمو بیرته تولید اوپخول پیل کړی دی .