اسلامی ایران هیڅ ډول بندیوزنو ته غاړه نه ږدی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85836-اسلامی_ایران_هیڅ_ډول_بندیوزنو_ته_غاړه_نه_ږدی
ډاکټر روحانی وئیلی دی،د ایرانیو متخصصانو په لاس په هیواد کې د سترو پراختیائی او عمرانی پروژو افتتاح کول،په نړۍ کې د ایران د ملت په بدغواړو ستر ګوزار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2019 02:23 Asia/Kabul
  •  اسلامی ایران هیڅ ډول بندیوزنو ته غاړه نه ږدی

ډاکټر روحانی وئیلی دی،د ایرانیو متخصصانو په لاس په هیواد کې د سترو پراختیائی او عمرانی پروژو افتتاح کول،په نړۍ کې د ایران د ملت په بدغواړو ستر ګوزار دی .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  پرن د د جنوب  کرمان ولایت  د بافت ولسوالۍ د فولادو د اسفنجی وسپنې  دتولید د کارخانې په پرانیستونکو دستورو کې وئیلی دی،د ایران ملت  دهیچا بندیزونه نه منی  او که دښمنان هیواد بایکاټ کړی،نو اسلامی ایران له نورو لارو  خپل فعالیت او پرمختګ ته دوام ورکوی .

ډاکټر روحانی وئیلی دی،د ایرانیو متخصصانو په لاس په هیواد کې د سترو پراختیائی او عمرانی پروژو افتتاح کول،په نړۍ کې د ایران د ملت  په بدغواړو ستر  ګوزار دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران د فولادو د تولید په زمینې کې په نړۍ کې له دیارلسم لمبره،لسم لمبر ته رسیدلی دی،روښانه کړی،قدرتمند ایران  پخپلو زیارکښو ځوانانو سره  هره ورځ  د پراختیا  په لاره کې نوی ګام پورته کوی .

 د اسلامی ایران  ولسمشر له دښمنانو سره دمقابلې لپاره د مقاومت،صبر ، زغم ،زیار په دوام په ټینګار سره زیاته  کړې،هغه هیواد چې پر خپلو ژمنتیاؤ برغولی کیږدی،ماته خوری او  هغه  چې پر ژمنو ولاړ وی،تل د ډګر بریالی او سرلوړی وی .