د ایران د لړم د ۲۱ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی د ایران اټومی توان په ښو شرایطو کښې دی
جمهوری اسلامی
د ایران ولسمشر ډاکټر روحانی وئیلی دی،د ایرانیو متخصصانو په لاس په هیواد کې د سترو پراختیائی او عمرانی پروژو افتتاح کول په نړۍ کې د ایران د ملت په بدغواړو ستر ګوزار دی . د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران د فولادو د تولید په زمینې کې په نړۍ کې له دیارلسم لمبره،لسم لمبر ته رسیدلی دی،روښانه کړی ده ،قدرتمند ایران پخپلو زیارکښو ځوانانو سره هره ورځ د پراختیا په لاره کې نوی ګام پورته کوی .
د عراق په بغداد او جنوبی ولایتونو کی مظاهرې دوام لری .
واشنګټن په ایټمی موضوع کې د ایران دچلند دبدلولو جوګه نه دی . یروشلم پوسټ انټرنیټی سایټ راپور ورکړی ، د وسلو د کنټرولولو په چارو کې د امریکا د خارجه وزیر سلاکار کریسټوفر فورډ د ایران د سوله ایز ایټمی پروګرام د درولو لپاره د واشنګټن دپروګرامونو اواقداماتو په تشریح کولو سره وئیلی دی ، واشنګټن تر دې دمه نه دی توانیدلی ایران ددغه هیواد د ایټمی پروګرام په زمینې کې شاتګ ته اړ کړی .
ملګری ملتونه وایی چی ایت ا... سیستانی د اصلاحاتو لپاره د سیاسی ګوندونو د نه جدی توب په اړه اندیښمن دی .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... ویلی دی د ایران پرضد ټرمپ سټراټیجۍ ماته خوړلی ده .
اماراتو د یمن په راتلونکی کی د انصار ا... غورځنګ په رول اعتراف وکړ .
د امریکایی پوهانو فیډریشن په خپل نوی راپور کی ویلی دی چی هندوستان کابو ۱۴۰ ایټمی بمونه جوړ کړی دی .
کیهان
د ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی د ایران اټومی توان په ښو شرایطو کښې دی .ډاکټر حسن روحانی د کرمان ولایت د رفسنجان سیمې د خلکو په ټول کښې زیاته کړه په تیرو کلونو کښې په ایران کښې د اټومی انرژۍ په برخه کښې د تحقیق او د پراختیا عملیاتو دوام وموند او نن سبا د هیواد د فعالو سانټری فیوژونو ډول له پینځو ترپنځلسو رسیدلی دې .
ورځپآڼه په خپل لومړی مخ همداراز په بولیویا کی امریکایی کودتا ته هم اشاره کړی ده او په غټو ټکیو یې لیکلی دی مورالس د خلکو د وژلې د مخنیوی لپاره استعفا ورکړی ده .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... ویلی دی چی د مقاومت له جبهې سره د یمن په یو ځای کیدا سره د دغې جبهې قدرت دوه چنده شوې دې . د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ مشر سید حسن نصر ا.... د مقاومت د شهید د ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران له بندیزونو سره پر اړونده سختیانو دبرلاسه کیدا توانمنۍ لری ،روښانه کړې ده ، اوس درست لویدیځوال څارونکی په زغرده وائی د ایران په ضد دډونالډټرمپ ستراټژۍ ماته خوړلې ده او د امریکا ولسمشر هماغه راز د ایران له خواد ټیلیفونی تماس په تمه دی ، خو هیڅکله به هم دغه ټیلیفون کال ونه وینی .
د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی امریکا ابوبکر بغدادی راوستې وو . د سوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړی ده امریکا یوازې له هغو هیوادونو سره معامله کوی چې د سپینې ماڼۍ سیاستونه اجرا کوی . هغه له رشیا ټوډې ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادی د امریکا مامور وو وویل امریکا په داسې حال کښې د اسامه بن لادن او د ابوبکر بغدادی د وژلو ادعا کوی چې مړی یې خلکو ته نه ورښیی .
هندوستان په کشمیر کی د نبی مکرم ص د میلاد جشن لمانخأ منع کړی دی .
د یمن انصار ا...غورځنګ ویلی دی درست اسراییل زمونږ په نښه دې .
قدس ورځپاڼه
ایران د فارس خلیج سیمې هیوادونو ته د خپلو ایټمي تجربو ورکولو ته تیار دی . علي اکبر صالحي د ایران د بوشهر ایټمي سلاکوټ د دویم ري ایکټر د جوړونې د کار د پیلیدو په دستوروکښې، په دې خبرې سره چې ایټمي صنعت د اقتدار سرچینه ګرځیدلی شي زیاته کړه: ایران چمتو دی چې خپلې ایټمي تجربې د فارس خلیج سیمې هیوادونو ته منتقلې کړي.
پاکستان د ایران خلاف د امریکاد بندیزونو ملاتړ نه کوي . د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر سید نوید قمر ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د امریکا له غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو ملاتړ نه کوي.
ایران دنړیوالې ایټمی موافقې پیټی یوازې پخپل مټ نشی ګرځولی . په ملګرو ملتو کې د اسلامی ایران سفیر اسحاق آل حبیب دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې غونډې کې چې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د راپور په موضوع سره جوړه شوی ، زیاته کړې ، ایران د این پی ټی تړون په اساس خپلو ژمنتیاؤ او دسیف ګارډز اجرا ته دوام ورکوی او دجامعې نړیوالې ایتمی موافقې د ما دو په اساس هم خپلو ژمنو ته پابند دی ، تر هغه وخته چې نور لوری هم خپلو ژمنو ته پابندووسی .
د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی اسلامی ایران د سوریې د بیا رغاونې په مسله کی په لومړیتوب کی دې .
دعراق ستر دینی مرجع آیت ا... سید علی سیستانی دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه هیواد په داخلی چارو کې د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره په مخالفت کې په مناسب وخت کې دحقیقی اصلاحاتو پر ترسره کیدا ټینګار کړی دی .