ظریف :ایران د ایټمی موافقې له جبرانی اقداماتو استفاده کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85847-ظریف_ایران_د_ایټمی_موافقې_له_جبرانی_اقداماتو_استفاده_کوی
ښاغلی ظریف نن په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل ایران د ایټمی موافقې په ژمنو پایبنده دې خو اروپایان خپله یوه ژمنه وښی چی په تیرو اتلسو میاشتو کی یې پرې عمل کړې وی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2019 11:28 Asia/Kabul
  • ظریف :ایران د ایټمی موافقې له جبرانی اقداماتو استفاده کوی

ښاغلی ظریف نن په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل ایران د ایټمی موافقې په ژمنو پایبنده دې خو اروپایان خپله یوه ژمنه وښی چی په تیرو اتلسو میاشتو کی یې پرې عمل کړې وی

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د انګلستان ، فرانسې او جرمنی د خارجه وزیرانو د بیانیې په غبرګون کی ټینګار وکړ ایران د برجام له جبرانی اقداماتو استفاده کوی .

ښاغلی ظریف نن په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل ایران د ایټمی موافقې په ژمنو پایبنده دې خو اروپایان خپله یوه ژمنه وښی چی په تیرو اتلسو میاشتو کی یې پرې عمل کړې وی .

ظریف زیاته کړه هغه وخت چی اروپایان د وخت په  ضایع کولوبوخت وو ، ایران د اختلاف د ختمولو په میکانیزم په لاره واچوه او هغه یې بشپړه کړ .

د ایران خارجه وزیر جوته کړه اسلامی ایران اوس د ایټمی موافقې په ۳۶ ماده کې درج له جبرانی اقداماتو استفاده کوی .

له بلې خوا د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال ښاغلی عراقچی هم ویلی دی چی د ایټمی موافقې د ژمنو له کمولو د تهران هدف د برجام ساتل دی .