اقتصادی ژمنې پوره نشی نو ټول تاوان وینی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د خپلو اټومی ژمنو په اجرا کولو کښې د لویدیځو هیوادونو د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره وویل که چیرې په اټومی موافقې کښې اقتصادی ژمنې پوره نشی ټول هیوادونه به تاوان ووینی .
هغه د قزاقستان په نورسلطان ښار کښې د اټومی بې وسلې کیدا او د اټومی وسلو د نه پراختیا د کلب په غونډې کښې د ایران د اټومی ژمنو د کمولو د ګامونو په دفاع سره وویل که چیرې هغه څه چې په اټومی موافقې کښې د اقتصادی اړیکو د عادی کیدا حیثیته له ایران سره یې ژمنې شوی دی عملی شی تهران د ښه نیت د ښودلو او د اټومی تړون په کامل ډول اجرا کولو ته تیار دی .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف ډاګینه کړه که چیرې په اټومی تړون کښې له ایران سره داقتصادی اړیکو د عادی کولو ژمنه عملی نشی تهران به د خپلو ژمنو په کمولو کښې خپلې لارې ته دوام ورکړی .
هغه دغه راز په دې خبرې ټینګار سره چې ایران د اټومی وسلو جوړول نه غواړی وویل ایران به هیڅکله دنورو هیوادونو د حقوقو تر پښو لاندې کولو اجازه ورنکړی .