د سیمې د خلکو د مشکلاتوعامل، د نړیوال استکبار شتون دی
د تهران دجمعې لمانځه خطیب په دې خبرې په ټینګار سره چې دغه اقدامات درستې اسلامی نړۍ ته سپکاوی دی او اسلامی امت ته په سپک نظر ګوری،زیاته کړې،که مسلمانان له یوه بل سره متحد او یوموټی شی،نو د ښمن پر دوی هیڅکله هم مسلط نشی کیدلی .
زمونږخبریال راپورراکړ د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا.. امامی کاشانی نن د جمعې لمانځه په خطبو کې د سیمې ولسونو ته په دې سپارښتنې سره چې ملتونه باید د دښمنانو د نفوذ او دسیسو په وړاندې په هوښیارۍ او ځیرتیا سره استقامت وکړی ووئیل،هغه کسان چې په یمن او فلسطین ئې حملې کړی او پرمظلوم او بې څوکه ولسونو بمبارۍ کوی،د اسلامی نړۍ په نابودولو پسې دی .
د تهران دجمعې لمانځه خطیب په دې خبرې په ټینګار سره چې دغه اقدامات درستې ا سلامی نړۍ ته سپکاوی دی او اسلامی امت ته په سپک نظر ګوری ، زیاته کړې ،که مسلمانان له یوه بل سره متحد او یوموټی شی،نو د ښمن پر دوی هیڅکله هم مسلط نشی کیدلی .
آیت ا... امامی کاشانی همدرااز له یهودیانو سره د اسلامی ایران د مخالف بریښولو لپاره د صهیونیسټی رژیم هڅې ته په اشارې سره ووئیل،صهیونیسټان نه یهودیان دی او نه هم نصرانی،بلکې دوی د خدای ضد،انسانیّت ضد،بلکې د درستو ارزښتونو ضد دی .د تهران دجمعې لمانځه خطیب همداراز زیاته کړې ، یهودیان پخپله له صهیونیسټی وحشی رژیم سره مقابله کوی او باؤری دی چې صهیونیسټی رژیم د خدای ضد یو رژیم دی
آیت ا.... کاشانی همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د عراق د ولس پوهیدا او دینی مرجعیّت ته دهغوی پام وتوانید،په دغه هیواد کې پلان شوی فتنه شنډه کړی ،روښانه کړې د عراق ولس حق لری ، د هیواد داداره کولو او ګرانیو په باب اعتراضونه و کړی ،خو دغه اعتراضونه باید د نورو د ناوړه استفادې ښکار نشی .