ایټمی موافقه یوازې دعکس اخستل نه ،بلکې حقیقی موافقه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85988-ایټمی_موافقه_یوازې_دعکس_اخستل_نه_بلکې_حقیقی_موافقه_ده
میرمن شرمن زیاته کړې له ایران او شمالی کوریا سره داړونده مسئلو په باب واقعی خبرې اترې ضروری دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2019 11:30 Asia/Kabul
  • ایټمی موافقه  یوازې دعکس اخستل نه ،بلکې حقیقی موافقه ده

میرمن شرمن زیاته کړې له ایران او شمالی کوریا سره داړونده مسئلو په باب واقعی خبرې اترې ضروری دی .

زمونږ خبریال راپورراکړ  د ۲۰۱۵کال په ایټمی خبرواترو کې د امریکالوړپوړی مرکچی وینډی شرمن پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ،د اسلامی ا یران ولسمشر حسن روحانی یادګاری عکس تش او پوچ ولید ،نو وې نه غوښتل چې په یادګاری  ټیلیفونی خبرو پسې شی  او له ټرمپ سره ټیلیفونی خبرې وکړی .

میرمن شرمن زیاته کړې  له ایران او شمالی کوریا سره  داړونده مسئلو په باب واقعی خبرې  اترې ضروری دی .

له ایران سره دامریکا پر خبرواترو ټینګار په  داسې حال کې مطرح شوی چې د اسلامی  انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  له نړیوال استکبار سره  د ملی ورځې په مناسبت  پخپلې وینا کې  د ایران د ولس په ضد  د واشنګټن  غلیمانه  او ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره   له دغه هیواد سره خبرې بې نتیجې بللی او ټینګارئې کړی ؤ ، له امریکایانو سره  له خبرواترو به هیڅ نتیجه  ترلاسه نشی ، ځکه دوی به  یقینا  هیڅ امتیاز ورنه کړی .