د ایران د لیندۍ د دریمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86086-د_ایران_د_لیندۍ_د_دریمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران بصیرت لرونکیو خلکو په سنندج ، ارومیه او اهواز کی د وروستیو بلواګانو په اعتراض کی پراخ لاریونونه ترسره کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2019 09:48 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د دریمې نیټې ځینې مطبوعات

د ایران بصیرت لرونکیو خلکو په سنندج ، ارومیه او اهواز کی د وروستیو بلواګانو په اعتراض کی پراخ لاریونونه ترسره کړل .

 

جمهوری اسلامی

د ایران ولس د وروستیو بلواګانو په غندلو کی خپلو لاریونونو ته دوام ورکوی . د ایران د جنوب اهواز انقلابی خلکو په یوه پراخ لاریون کی د امنیت له ساتلود دفاع په ترڅ کی د بلواګرو او شرغواړو وروستی خوځښتونه په کلکه وغندل .

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ همداراز د چین د خارجه وزیر دغې خبرې ته هم پراخ انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی امریکا په نړۍ کې د بی ثباتۍ تر ټولو ستره سرچینه ده . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کی لیکی چی  دچین خارجه وزیر وانګ یی په جاپان کې د جی شل ډلې د خارجه وزیرانو د غونډې  په  څنډې کې د هالینډ له خارجه وزیر سټف بلاک سره په کتنې کې  په بې مخینې اوروښانه څرګندونو کې وئیلی دی ،  امریکا  د نړۍ  په یوه تر ټولو بې ثباته کونکی عنصر بدله  شوې ده .

 دچین خارجه وزیر دغه راز وئیلی دی،امریکائی چارواکی د بیجنګ په مقابل کې بې اساسه،سرزوری او چټی تورونه لګوی  او  هرچرته چې تللی د چین  په ضد ئې اوتې باؤتې وئیلی،له دې پرته چې کوم سند او مدرک وړاندې کړی .

 وانګ یی ددې خبرې په کولو سره چې هیڅ یو قدرت د چین د ودې تاریخی بهیر  نشی درولی،ټینګارکړی،واشنګټن به د بیجینګ په مقابل کې د چټی لوبې په تکل سره هیڅ نتیجه ترلاسه نه کړی .

 خبری سرچینو  د امریکا په چلند د چین د خارجه وزیر دغه روښانه او جوتې نیوکې  کم ساری بللی  چې ښئ،په تجارتی  حوزې کې د دواړو  هیوادونو له خبرواترو سره سره،د بیجینګ او واشنګټن  اختلافات  هماغه راز پخپل ځای باقی پاتې دی .

شمالی کوریا وایی چی له امریکا مو له خیانت پرته بل څه ندی لیدلی .

سپاه پاسدارانو د وروستیو بلواؤ یو شمیر سرغنې نیولی دی . د ایران د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو ویندوی سردار رمضان شریف په یو لړڅرګندونو کې  وئیلی دغه ولسی ځواک د ایران په  تهران ،خوزستان،البرز ښارونوکې د ایران د وروستیو بلواؤ  اصلی سرغنې او شرغواړی نیولی دی .

 

کیهان

د ایران بصیرت لرونکیو خلکو په سنندج ، ارومیه او اهواز کی د وروستیو بلواګانو په اعتراض کی پراخ لاریونونه ترسره کړل .

د یمن روغتیا وزارت په یوه لړونکی راپور کی ویلی دی چی د عربستان او د هغه د متحدانو کلابندۍ د ۷۱ زره یمنیانو ژوند اخیستې دې .

د ایران د بلواؤ ترشا ولاړوهیوادونو ته به کلک ځواب ورکړو. د اسلامی ایران د ولسمشرمرستیال اسحاق جهانګیری  وئیلی دیکه ثابته شی د سیمې ځینی هیوادونود  ایران په وروستیو بلواؤ رامینځة کونې کې لاس  درلودلی ، نو حتما به کلک ځواب ترلاسه کړی . اسحاق جهانګیری  زیاته کړې،د سیمې هیوادونه دې   له ایران سره  په ادب او احترام سره چلند وکړی ، که داسې نه وی ،نو د دوی ددغه چلند ځواب  ورکولی شو.

په افغانستان کې د ښځوپه ضد تاؤتریخوالی لازیات شوی دی . د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن مشرې میرمن شهرزاد اکبر ویلی له اتلسو کلونو هڅوسره سره لاهم  په افغانستان کې د ښځو ژوند د اندېښنې وړ دی.

د سوریې او ترکیې عسکر په رقه کی  له یوه بل سره ښکیل شوی دی .

د امریکا د سی ، ای ، اې هغه جاسوس چی چین لپاره یې کار کوه ، په نولس کالو زندان محکوم شو .

صیهونیسټو کارپیژاندو خبردارې ورکړ یدی چی نتانیاهوله محاکمې او زندان د تیښتې لپاره د جنګ رامینځته کولو په فکر کی دی .

ګاردین ورځپاڼۍ د صیهونیسټ رژیم د ځینو پخوانیو عسکرو د اعترافاتو په خپرولو سره لیکلی دی چی د تفریح لپاره یې د فلسطین خلک وژل .

ابرار

د روسیې د امنیت او انرژۍ مرکز مشر آنتون خلوپکوف د امریکا لخوا د فردو د بایکاټ له سره پیلول په ایټمی موافقې ګوزار دې . مشر آنتون خلوپکوف  د امریکا په وسیله د   ایران دفردو کمپلیکس  د ایټمی تاسیساتو  د بندیز دبیرته  پیلولو په غبرګون کې  وئیلی دی ،ا مریکا  په تیر یو نیم  کال کې  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په ضد  ډ ول ډول  اقدامات کړی  او دغه اقدامات د امنیت شورا  د ۲۲۳۲پریکړه لیک   ښکاره اوجوته خلاف ورزی ده ، په داسې حال کې چې  پخپله امریکاددغه پریکړه لیک  او په تیره بیا د جامعې نړیوالې  ایټمی موافقې  یوه لاسلیک کونکی ده .

کویت د یمن د خبرو اترو د کوربتوب لپاره چمتووالې اعلان کړ .

د فرانسې دفاع وزیر ویلی دی چی له ایران سره هماغه راز خبرو اترو ته دوام ورکوو .

د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن ویاندعبدالعزیز ابراهیمی ویلی دی  تر هغه وخته چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو دبیا شمیرلو بهیر پاې ته ونه رسی لومړنۍ نتیجې به اعلان نشی .