ظريف: ايران د قدرتمن ګاونډيتوب په سياست باوري دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86148-ظريف_ايران_د_قدرتمن_ګاونډيتوب_په_سياست_باوري_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا وويل، ايران د قرتمن ګاونډيتوب په سياست باوري لري او په دې لار کښې د دغه سياست د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 04:05 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران د قدرتمن ګاونډيتوب په سياست باوري دے

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا وويل، ايران د قرتمن ګاونډيتوب په سياست باوري لري او په دې لار کښې د دغه سياست د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په تهران کښې د اقتصادي ملګرتياو د تنظيم «اېکو» د ورځې په مراسمو کښې د دې په بيانولو سره چې ايران باوري دے هېوادونه د مضبوطو ګاونډيانو په لرلو سره خپل مقاصد تعقيب او پوره کولې شي زياته کړه، ايران غواړي هغه تعلقات او ملګرتياوې چې د اېکو تنظيم غړيو هېوادونو سره يې لري د فارس خليج د څنډې له هېوادونو سره يې هم ولري.